په شمالي وزيرستان کې تېره شپه يو بل تن د نامالومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی، په څلورو مياشتو کې د هدفي وژنو دا د ۲۳م پېښه ده چې رامنځته کيږي.
د شمالي وزيرستان انتظاميه مني چې تېره شپه د ميرعلي تحصيل په موسکۍ علاقه کې نامالومو کسانو عتيق الرحمان نومې تن په ډزو وژلی دی.
د چارواکو په وېنا د پېښې مقدمه درج کړی شوې خو د وژل شوي تن کورنۍ په پېښه کې څوک تورن کړي نه دي، او ويلي يې دي د چا سره يې کومه شخصي دښمني هم نه درلوده.
د يوت اف وزيرستان په نوم د ځوانانو د سازمان مشر نوراسلام وايي په سيمه کې هدفي وژنې رامنځته کيږي او د دوی سره د احتجاج نه پرته بله لار نشته چې تپوس وکړي او د دغو پېښو مخه ونيول شي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په سيمه کې په څلور مياشتې موده کې دا هدفي وژنو دا ۲۴م پېښه ده.
هغه وويل اول په علاقه کې د شپې هدفي وژنې کېدې او اوس په رڼا ورځ خلک وژل کيږي.
اسلام زياته کړه دوی په تېره روژه کې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي ناسته کړې او انتظاميې ورته بيا په ليکلې بڼه باور ورکړی چې د د دغه ډول پېښو د مخنيوي دپاره به کوټلي ګامونه پورته کولی شي خو بيا هم دغه پېښې دوام لري.
د سيمې يو بل تن ملک غلام وايي حکومت ورسره په شمالي وزيرستان کې د امنيت ژمنه کړې خو امنيت نه دی پرځای کړی شوی، خلک په سيمه کې په خطرو کې ژوند تېروي.
پښتون ژغورنې غورځنګ هم په وزيرستان کې د نورو غوښتنو ترڅنګ يوه غوښتنه دا هم کوي چې په علاقه کې د هدفي وژنو روانه لړۍ دې ودرول شي.