دهیواد د ۱۳م صدر دټاکنې دپاره به د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د کاندید عارف علوي،د اپوزیشن ډلو دکاندید مولانا فضل الرحمان اؤ پیپلز ګوند داعتزاز احسن تر مینځ مقابله کیږي .
داپوزیشن ډلو خپلو کې د ویشل کیدو له امله په مرکز کې واکمن ګوند دعوه کوي چې دهغوي کاندید به په اسانه دهیواد نوی صدر غوره شي.
دټولټاکنو کمیشن ویلي صدارتي ټاکنې دپاره یې ټولې تیارۍ سرته رسولي دي .
په صدارتي ټاکنه کې به د پاکستان دقامي اؤ صوبایي اسمبلۍ دغړو ترڅنګ د سینیټ غړي هم خپلې رایې ورکوي .
د رائیو ورکولو عمل به دسه شنبې د سحر ۱۰نه بجو نه په قامي اؤ څلورو واړو صوبايي اسمبلیو کې پیل کیږي اؤ د ماذیګر څلورو بجو پورې به دوام کوي.
په پاکستاني میډیا د خپرو شوؤ شمیرو له مخې دصدارتي ټاکنې په لړ کې پاکستان تحریک انصاف ۲۵۱،مسلیم لیګ نواز۱۴۶،پیپلزپارټي ۱۱۶،متحده مجلس عمل ۳۸،ایم کیو ۲۰،بلوچستان عوامي ګوند۲۹،بلوچستان نیشنل ګوند(مینګل)۱۴،عوامي نیشنل پارټي۱۰،ګرینډ ډیمو ګریټک الائنس نهه،مسلم لیګ(ق)څلور،جمهوري وطن ګوند دوه،ازاد غړي ۱۹،پښتونخوا میپ پینځه،نیشنل ګوند پینځه اؤ بلوچستان نیشنل ګوند عوامي دوه رایې په لاس کې لري.
په مرکز کې واکمن ګوند د ځینو نور ګوندونو سره ائتلاف هم کړی اؤ شمیرې ښایي چې ددغه ائتلاف په نتیجه کې د تحریک انصاف ګوند ګاندید عارف علوي ته بریالتیوب ترلاسه کیدلی شي خو که چرې مخالفې ډلې یو کاندید ته رایې ورکړي نو بیا به دتحریک انصاف کاندید د ستونزو سره مخ کیږي.