کندز او جوزجان کې طالبانو ۲۱ امنیتي سرتيري وژلي، سري پل کې نښتې روانې دي

د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې کندز کې وسله والو طالبانو د امنيتي سرتېرو په چيک پوسته برید کړی او ۱۳ سرتيري يې وژلي دی.

اېسوسي اېټډ د کندز د چارواکو له قوله ويلي په دشت ارچي ولسوالۍ کې په چيک پوسته بريد کې ۱۳ سرتيري وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي بريد د اتوار په شپه شوی او تر ګل د سهاره پورې روان ؤ.

بل لور ته په جوزجان کې نن د ګل، دوشنبې په سهار طالبانو بريد کړی په خام اب ولسوالۍ کې يې اته پوليس وژلي دي.

ويل شوي د ولسوالۍ مرکز امنیتي ځواکونو پرېښودی او طالبانو ويلي ولسوالي يې نيولې ده.

د افغان رسنيو ترمخه په سرپل ولايت کې هم توده جګړه روانه ده.

ځايي چارواکو ويلي که نور امنیتي چارواکي يې مرستې ته ونه رسېده نو طالبانو چې د درېو اړخو نه د ولايت په مرکز بريد کړی هلته به ورسي.

د سري پل د والي وياند ویلي ذبيح الله اماني وايي توده جګړه روانه ده دواړو خواؤ ته مرګ ژوبلې اوختې خو کره شمېره يې نه ده ښودلې.

په کندز او جوزجان کې د بريدونو زمه واري طالبانو منلې ده.

پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ په کابل کې يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي وو.

د رويټرز ترمخه داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.