دافغانستان په اړوند عمران خان د پوځ اؤ ایي ایس ایي سره مهمه غونډه کړې

دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره دپوځ اؤ استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشرانو یوه مهمه غونډه کړې اؤ هغه ته یې افغانستان کې دسولې روانو هڅو کې دپاکستان دکردار،دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت اؤ دوه اړخیزه اړیکو په اړوند احوال تیر کړی.

دجمعې په ورځ دپوځي اؤ استخباراتي چارواکو سره وزیراعظم عمران خان دا لیدنه دپاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د یو ورځني سفر څخه یوه وړځ وړاندې کړې ده.

دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان اقتدار کې له راتلو وروسته ویلي وؤ دهغه حکومت به افغانستان کې د سولې ټینګښت کې مرسته وکړي اؤ ددغه هیواد سره به خپلې اړیکې پیاوړي کړي خو څیړونکي وایي چې دافغانستان په هکله د پریکړو اصل واک د پاکستان حکومت سره نه بلکې پوځ سره دی.

سرچینې وایي چې په دغه مهمه لیدنه کې دشاه محمود قریشي د کابل په سفر هم بحث شوی دی.

دپوځي اؤ حکومتي چارواکو ددغه مهمې غونډې په اړوند جذئیات میډیا ته نه دي ښکاره کړل شوي خو پاکستاني رسنۍ وایي چې په دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه،د ایي ایس ایي مشر جنرال نوید مختار اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو وزیراعظم عمران خان د مهمو سیمه ییزو اؤ نړیوالو چارو په اړوند دملکي ګټو څخه خبر کړی دی.

دسرچینو وینا ده چې غونډه کې زیات بحث افغانستان کې په روان وضعیت شوی اؤ په دې خبره مشورې شوي چې دپاکستان رول باید څنګه وي؟

دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې د روان کال د پیل راهسې زیاتې خړې شوې دي اؤ افغان ولسمشر اشرف غني تور لګوي چې پاکستان په افغانستان نا اعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې په پاکستان د تورونو لګولو پرځائ باید افغان دولت دخپل کور د ستونزو هواری پخپله راوباسي.

په افغانستان کې د سياسي او نړیوالو چارو کارپوهه انتظار خادم وایي په افغانستان کې خلک فکر کوي چې پاکستان به خپله زړه پاليسي دوامداره وساتي خو د هغه په نظر "د نېټو غړي هېوادونه او امريکا اوس په افغانستان کې سوله غواړي او په دغه سوله کې د پاکستان يو بل ډول رول ته ضرورت دی، اوس پاکستان په خپله امريکا او نېټو ته مجبوريتونه لري نو مجبور دي چې په خپله پاليسۍ کې تغير راولي"

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپيو د روانې مياشتې په پينځمه نېټه د اسلام اباد سفر کړی ؤ.

د مايک پومپيو د پاکستان د سفر وروستو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هېدر نويرټ ويلي ؤ، چې پومپيو د پاکستان د وزيراعظم، پوځي مشر او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي او د امريکا پېغام يې ورته ورکړی دی.

هغې ويلي، په دغو ناستو کې پومپيو ټينګار کړی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول مهم دی او پېغام يې ورکړی ؤ چې د سيمې د سولې او ثبات ته ګواښ ترهګرو پرضد د پاکستان پرېکنده اقداماتو ته اړتيا لري.