عاطف مشعل په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو

د افغان حکومت یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د کرکټ بورډ مخکنی مشر شکرالله عاطف مشعل په پاکستان کې د افغان سفیرپه توګه د عمر زاخیلوال پرځای په دنده ګمارل شوی دی.

افغان حکومت په پاکستان کې د عمرزاخیلوال پرځای د مشر عاطف مشعل د ټاکل کیدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

خو عاطف مشعل ته چې پرون ولسمشر اشرف غني د غازي مير مسجدي خان دولتي مډال ورکړی هغه ته يو شمېر خلکو په دغه جايزه اخيستو د اومبارکۍ په پېغام کې د سفير جوړېدو اومبارکي هم ورکړې ده.

د افغانستان ستوري اسپېنر بالر راشد خان نوموړي مشعل ته په پاکستان کې په سفير جوړېدو اومبارکي ورکړې ده.

ښاغلي مشعل په خپله نور څه نه دي ويلي خو دغه ډول ټويټونه يې بيا پوسټ کړي يا ري ټویټ کړي دي.

په دې اړوند په پاکستان کې افغان سفیر عمرزاخیلوال هم څه نه دي ويلي.

خو د ښاغلي زاخېلوال په اړوند د استعفا د ورکولو د خبرونو مخې ته راتلو وروسته نوموړي د روان کال فرورۍ په مياشت کې ويلي ؤ،

"ما له دندې استعفا نه ده کړې مګر په دې وروستیو کې مې ولسمشر ته لیکلی وړاندیز کړی چی زما پر ځای بل وړ کس وګماري تر نوې ګمارنې به زه پر خپل ځاې اوسم".

عاطف مشعل د ايشيا کپ د سیالیو له پلېدو دوه ورځې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه او د ولسمشر اشرف غني د امر له مخې عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د مشرپه توګه وټاکل شو.