پاکستان بايد د طالبانو مشران د لارښوونو نه منع کړي، جنرال جوزف ووټل

د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ويلي، پاکستان بايد د طالبانو هغه مشران منع کړي چې په افغانستان کې طالبانو ته لارښوونه کوي، او ورسره د طالبانو مرستې او درمنلې ودروي.

نوموړي ويلي "مونږ دې ته اړتیا لرو چې په افغانستان کې تشدد راکم شي، او دوی (پاکستان) بايد دا کار وکړي چې په پاکستان کې د طالبانو کوم مشران ناست دي هغوی نور د لارښوونو څخه منع کړي".

جنرال ووټل ویلي، "پاکستان بايد دې کار ته دوام ورکړي چې د افغانستان نه پاکستان ته بیرته د تندلارو ورتګ بند کړي د هغوی مرستې ودروي او درملنه يې ونه کړي".

پاکستان وايي دوی د ترهګرو پرضد عملیاتو کې مرسته کوي.

خو نوموړي ووټل ټينګار کړی چې پاکستان ته به نور زيات کار کول او ورسره دا هم کول وي چې په طالبانو فشار راوړي او د خبرو مېز ته يې راولي.

امریکايي جنرال دغه خبرې په پېنټاګون کې خبريالانو ته کړي دي، هغه ويلي په افغانستان کې د ګرمۍ روان موسم د افغان پوځ او پوليس دپاره سخت او خونړی ؤ او د طالبانو پرضد جګړه کې افغان ځواکونو ته زياتې مرګ ژوبلې اوختې دي.

هغه ويلي په افغانستان کې د نوي امریکايي پوځي مشر جنرال سکاټ ميلر پام به افغان ځواکونو ته په اوختي تاوان وي، خو نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې په دې موده کې څومره افغان سرتيري وژل شوي دي.

جنرال جوزف ويلي په افغانستان کې د ځواکونو د وژنو شمېرې سېوا کيږي.

په کال ۲۰۱۴ م کې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې نېغ په نېغه جګړه ييز ماموریتونه پرېښودي افغان ځواکونو ته يې د امنيت واک سپارلی او دوی يواځې افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي او مرسته يې کوي.

افغان ځواکونه د امنيت واک په لاس کې اخیستو وروستو د سخت ځاني زیان سره مخ شوي که څه هم دوی ته د امریکا ملاتړ ترلاسه ؤ.

چارواکي وايي طالبان په ګاونډي هېواد پاکستان کې د پټو ځايونو څخه ګټې اخلي.

ووټل ويلي امريکا هڅه کوي چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودروي، خو افغان ځواکونه ښکاري چې په دفاعي حال کې دي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې يو امريکايي سرتېری د طالبانو په جګړه کې وژل شوی دی.

د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميه تګلاره لري چې په طالبانو فشار واچوي او د سولې خبرو ته یې راولي او ورسره پاکستان مجبور کړي چې په خپله خاوره د طالبانو مشرانو ته ځای ور نه کړي او په خپله خاوره د ترهګرو پرضد بې توپيره پوځي عمليات وکړي.

پاکستان بيا بيا دا دريځ تکراروي چې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

پاکستان دا هم وايي هڅه کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي خو په وروستیو کې وايي په طالبانو يې اوس دومره اثر نه دی پاتې چې هره خبره يې ومني.