دخزانې وزارت د وزیراعظم عمران خان سره له مشورې وروسته د تېلو بیعو کې د لوړوالي منظوري ورکړي چې ددې له مخې دپټرولو نرخ پینځه روپۍ اؤ د ډیزلو نرخ دیو لیټر په سر شپږ روپۍ اؤ ۳۷ پېسې خیژول شوی .
د خزانې وزارت دخاورو تیل درې روپۍ لیټر اؤ لائټ ډیزل شپږ روپۍ اؤ ۴۸ پیسې خیژولی دی.
دتیلو په بیعو کې ددې لوړوالي نه وروسته اوس په پاکستان کې یو لیټر پټرول په۹۷ روپو اؤ۸۳ پیسو،ډیزل په ۱۱۲ روپو اؤ ۵۰پیسو اؤ لائټ ډیزل په ۸۲روپو اؤ ۸۴پیسو ترلاسه کیږي.
سرچینې وایي دپاکستان دتېلو ادارې اوګرا حکومت ته وړاندیز کړی ؤ چې دتیلو بیعې دې تر ۱۳ روپو لوړې کړل شي خو حکومت دغه وړاندیز نه دی منلی.
حکومت دریځ لري چې دتیلو بیعې یې ځکه لوړې کړي چې په نړیوال مندهي کې هم دتېلو بیعې خوځیدلي دي.
په دې وروستیو کې چې دعمران خان په مشرۍ پاکستان کې نوی حکومت جوړ شوی څیړونکي وایي ددغه هیواد اقتصادي وضعیت سخت ځپل شوی اؤ وزیراعظم خان عمران خان وایي حکومت یې اړ دی چې دبهرنیو پورونو خلاصولو دپاره نور پورونه واخلي.
روانه میاشت سعودي عرب ته د وزیراعظم عمران خان د سفر په مهال سعودي چارواکو پاکستان سره تړون کړی چې پاکستان ته به د درېوؤ اربو ډالرو په اړزښت تیل په پور ورکوي.