اروپايي هېوادونه په دې فکر کوي چې ایا ټرمپ بیا هم د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي او که نه؟

د اروپايي هیوادنو په پلازمېنو کې بحثونه روان دی چې ایا صدر ټرمپ به په دوهم ځل د امریکا صداراتي انتخابات وګټي او که نه؟

په اروپا کې د زیاترو څيړونکو دا خیال وو چې صدر ټرمپ نشي کولی چې په دوهم ځل د امریکا صدر منتخب شي، خو تیره اوونۍ د امریکا منځ مهاله انتخاباتو کې رپبلکن ګوند په سینټ کې اکثریت ترلاسه کړی دی، چې ورسره سم اروپايي څیړونکو امکان څرګند کړی چې کیدای شي صدر ټرمپ په کال ۲۰۲۰ کې صدارتي انتخابات وګټي.

له همدې امله د اروپايي هیوادونو چارواکو دریځ خپل کړی چې مونږ دوه کاله انتظار نشو کولی چې د امریکا سره خپل زوړ تعلقات بحال کړو خو وايي، مونږ باید له اوسه خپله وټاکو، په خاصه توګه کله چې واشنګټن کې هغه مشران ناست وي کوم چې د خارجه پالیسې او خپلو روایاتي ملګرو هیوادنو پرواه نه کوي.

خو تروسه اروپايي هیوادونه په دې نه دي صلاح شوي چې کومه تګلاره خپله کړي.

د اروپا لپاره تګلاره جوړونکي په دوه برخو کې تقسیم شوي. یو سوچ دا دی چې مونږ دې د امریکا سره خپل تعلقات ښه کولو کوښښ وکړو، خو بل سوچ دا دی چې صدر ټرمپ هغه کوششونه ناکامه کړي او اوس په کار ده چې سمدستي د اروپايي ګټو لپاره تګلاره جوړه کړلی شي.

دغه بحثونه د هغه وخت نه شورو شوي کله چې صدر ټرمپ په وائټ هاوس کې یو څو میاشتې شوی وې او اروپايي مشرانو به ویل چې صدر ټرمپ د پخواني امریکايي صدرانو په پرتله سفارتي تعلقاتو په اړه مختلف سوچ لري.

تیره اونۍ امریکا کې شوي منځ مهال انتخاباتو کې رپبلکن ګوند د سینټ اکثریت ترلاسه کړی خو د استازو شورا یا هاوس اف رپبلکن کې د ډیموکریټک ګوند اکثریت دي او ځینې څیړونکي خوشبینه دي چې د استازو شورا به صدر ټرمپ خارجه پالیسې بدلولو باندې مجبوره کړي او دغه به ملګرو هیوادنو د سوچ سره سم وي.

ځینې څېړونکي په سینټ کې رپبلکن کامیابي د سور سیلاب په نامه یاده وي، او دهغوي په خیال راتلونکي دوه کالو کې به د صدر ټرمپ سره کار کول نور هم ګران شي.

یاده دې وي چې په تېرو دوه کالو کې صدر ټرمپ په خارجه پالیسۍ کې لوې بدلون روستی.

صدر ټرمپ د نړیوال چاپیریال لوظنامې نه وتلې، د ایران سره یې ایټمي لوظنامه ختمه کړې او په اروپايي هیوادنو باندې یې سختې نیوکې کړي چې ناټو ته خپله مناسب برخه نه ورکوي.

جرمن بوندستاګ کې د خارجه کمیټې مشر ناربرت راټګن وايي، خارجه معاملاتو کې د صدر ټرمپ خپل صدارتي اختیار یا ایګزیکټو پاور استعمالولی شي او تیره اونۍ د استازو شورا د ډیموکريټک واک لاندې راتلو وروسته صدر ټرمپ به په نور قهر سره د دغه قانون استعمال کوي، چې په هیواد کې دننه د خپل ملاتړو همدردي ترلاسه کړي، کوم چې د کال2020 م صدارتي انتخاباتو کې به صدر ټرمپ لپاره ګټور وي.