په پښتونخوا دڅلورو اربو روپو په غنمو ۱۳ اربه روپۍ سود اوښتی

دخیبرپښتونخوا په حکومت د څلورو اربو روپو داخستل شوؤ غنمو ۱۳اربه روپۍ سود اوښتی دی اؤ صوبایي حکومت وایي اوس به پلتڼې کوي چې صوبې ته دومره لویې زیان ولې رسؤل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي دخیبر پښتونخوا حکومت د سوداګرۍ د ادارې (ټریډنګ کارپوریشن) څخه په کال۲۰۰۴-۵کې د۲۹کروړو،په کال۲۰۰۹-۸م کې د۸۳ کروړو اؤ کال۲۰۰۸-۹ کې د درېوؤ اربو روپو اؤ دغسې یې په څلورو کالو کې دڅلورو اربو اؤ ۲۹کروړو روپو غنم اخستي وؤ خو پیسې یې نه وې ورکړې.

سرچینې وایي چې اوس ټریډنګ کارپوریشن دخیبر پښتونخوا محکمې ته لیک استولی چې باید په سمدستي توګه ۱۷ اربه اؤ‌۵۱کروړه روپۍ دغه ادارې ته ورکړي.

ذکر شوې ادارې خبرداری ورکړی چې که دپښتونخوا حکومت دا پیسې ورنکړي نو دسود پیسې به پرې نور هم سیوا شوي.

دخیبر پښتونخوا صوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ خبریالانو ته ویلي چې په پورونو شیان اخستل د پخوانیو حکومتونو کړنې دي اؤ دغو حکومتونو صوبه د پورونو دبار لاندې ګیره کړې ده.

هغه دعوه وکړه چې دتحریک انصاف حکومت کوم غنم اخستي په هغې صوبې ته د نهو اربو روپو ګټه رسیدلې ده.

نوموړي زیاته کړه دغنمو په پېسو چې کوم سود ختلی دی صوبایي حکومت دهغې د پلټنو امر ورکړی چې دا غنم څنګه اخستل شوي، چرته پکار راوستل شوي اؤ پیسې یې ولې نه دي ورکړل شوي.

باید وویل شي چې خیبر پښتونخوا صوبه کې پخپله هم په لویه کچه دغنمو پیداوار کیږي خو صوبه د غنمو خپل زیات ضروریات د پنجاب په غنمو پوره کوي ځکه چې پنجاب صوبه کې تر ټولو زیات غنم کیږي

دشمیرو له مخې سږکال په ګرد پاکستان کې ۲ کروړه اؤ۶۱ لکه ټنه غنم پیدا شوي وؤ اؤ اؤ په ټوله نړۍ کې د غنمو دپیداوار په اړه پاکستان نهم ستر هیواد ګڼل کیږي