د خاشقجي وژنې د سعودي د شاهي کورنۍ غړي د پاچا د ګران زوی پرضد کړي

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

واشنګټن: د جمال خاشقجي د وژل کېدو له امله د نړیوالو له راپارېدو سره د سعودي عربستان د واکمنې شاهي کورنۍ ځینې غړي اوس د ولیعهد محمد بن سلمان د پاچا کېدو له وېرې د هغه مخه نیسي.

دغه خبره د رویټرز خبري رسنۍ په یو راپور کې د یادې کورنۍ د دریو نږدې سرچینو له خولې راخېستل شوې ده.

دغو سرچینو ویلي، د السعود د کورنۍ له ځواکمنو څانګو څخه په لسګونو شهزادګان غواړي چې د واک د لېږد په کتار کې بدلون راولي خو تر هغو به کوم اقدام و نه کړي ترڅو پاچا سلمان ژوندی وي.

دوی وايي، داسې نه ښکاري چې پاچا دې د خپل ګران ځوي محمد بن سلمان پرضد چې په لویدیځ کې ورته ام بي اس وايي کوم کار وکړي.

د سرچینې له مخې، د شاهي کورنۍ دغه غړي په دې امکاناتو باندې غور کوي چې د پاچا له مړینې وروسته ۷۶ کلن احمد بن عبدالعزیز چې د پاچا سلمان سکه کشر ورور او د ولیعهد محمد بن سلمان تره یا کاکا دی د پاچاهۍ پر تخت کښیني.

سرچینه زیاتوي، د پاچا سلمان یواځینی ورور احمد بن عبدالعزیز به د شاهي کورنۍ د غړو، امنیتي ادارو او ځینو لویدیځو قدرتونو ملاتړ له ځانه سره ولري.

احمد بن عبدالعزیز په اکټوبر کې له دوه میاشتني بهرني سفر څخه وروسته ریاض ته ورسېده.

نوموړي د خپل دغه سفر پرمهال په لندن کې د خپل استوګن ځای مخې ته د هغو لاریون کونکو په ځواب کې د سعودي په مشرتابه باندې نیوکې کولې کومو چې د السعود د پاچاهۍ په کتار کې د ولاړو کسانو د سلسلې پای ته رسېدل غوښتل.

د رویټرز خبري رسنۍ د راپور له مخې دوه سعودي سرچینو ورته ویلي دي چې احمد بن عبدالعزیز د شاهي سلطنت د شورا له هغو دریو کسانو څخه یو تن وو چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له ټاکل کېدو سره مخالفت څرګند کړی وو.

رویټرز په دې اړه نه خپله د احمد او نه هم د هغه استازو کومه تبصره ترلاسه کړې ده.

د پاچا د ځای ناستې په اړه د رویټرز د معلوماتو د غوښتنې په ځواب کې د ریاض چارواکو دمګړۍ څه نه دې ویلي.

د السعود په کورنۍ کې په سلګونو شهزادګان دي. د اروپا د شاهي نظامونو په څېر په اتومات ډول له پلار څخه مشر ځوی ته واک نه رسېږي.

بلکه د شاهي کورنۍ د دود له مخې پاچا او د کورنۍ له هرې څانګې څخه جګ پوړي غړي هغه کس د پاچاهۍ لپاره ټاکي چې تر ټولو غوره وګڼل شي.

رویټرز د ځینو باوري سعودي سرچینو له خولې لیکلي دي چې لوړ پوړو امریکايي چارواکو سعودي سلاکارانو ته په دې وروستیو اونيو کې ویلي دي چې دوی به له احمد بن عبدالعزیز څخه چې د ۴۰ کالو لپاره د کورنیو چارو د وزیر په توګه پاتې شوی ملاتړ وکړي.

دغو سعودي سرچینو دا هم ویلي دي، دوی باوري دي چې احمد بن عبدالعزیر به هیڅ هغه ټولنیز او اقتصادي اصلاحات نه په شا کوي کوم چې ام بي اس رامنځ ته کړي، د اوسنیو پوځي قراردادونو به درناوی کوي او د شاهي کورنۍ اتحاد او یوالی به ساتي.