شوکت یوسفزی: د فاټا ټولې محکمې به د پښتونخوا وزارتونو لاندې راوستل کېږي

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ويلي، په صوبايي کابينه کې د پخوانۍ فاټا ټولې محکمې د خيبر پښتونخوا وزارتونو لاندې راوستلو په اړه وړانديز شوی او د قبايلي سیمو لپاره جوړه شوې صوبائي کمېټه به د فاټا په اړه په وړاندې شوې مسودې (ډرافټ) باندې کار کوي.

په پېښور کې د خيبر پښتونخوا صوبايئ کابينې اجلاس وروسته د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي خبري غونډې ته وويل، چي د کابينې د غونډې پر مهال د پخوانۍ فاټا ټولې محکمې د پښتونخوا وزارتونو لاندې راوستلو په اړه وړاندیز وشو.

دوی ویل، چي د سيلګرې او لوبو سينير صوبايئ وزير عاطف خان په مشرې کې د قبايلي سیمو د پرمختګ او مالي چارو لپاره کمېټه جوړه شويده او دغه کميټه با د ٖفاټا په اړه وړاندې کړای شوي ډرافت باندې کار کوي.

شوکت يوسفزي وړاندې وويل، چي په صوبه کې د برښنا یا د بجلۍ د پيداوار د زياتولو لپاره د ضلع کوهستان لور سپاټ ګاه په مقام څلورسوه او شپږ نوي ميګاواټ هائيډرو پروجيکټ به شروع کولی شي.

دوی زياته کړه چي د يادې منصوبې په اړه له یوې کوریايي کمپنۍ سره تړون شوی دی او دا منصوبه به يو بيلين ډالر لګښت سره سرته ورسېږي۔

هغوي واضحه کړه چي د منصوبې شپږويشت فيصده برخه به خيبرپښتونخوا حکومت تا ورکول کېږي او پاتې نوره برخه به کورين کمپنۍ اخلي۔

د صوبې په لرو پرتو سيمو کې د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د شروع شويو درې سوه او شپږ پنځوس (۳۵۶) د بجلې پيدا کولو وړو ډيمونو په اړه خبري غونډي ته د اطلاعاتو وزير وويل چي په دوه سوه او شپږپنځوس منصوبو کار بشپړ شوی او دې نه به عام ولس تا وړيا بجلي ورکول شي۔

د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي دا هم وویل، چي کابينې صوبايئ احتساب کميسن ختمولو منظوري ورکړېده او صوبايئ محکمه انټي کرپشن مضبوط جوړولو لپاره با د احتساب کميسن ټولې اثاثې يادې محکمي تا سپارلې شي۔

هغوي زياتوي، چي په صوبايئ احتساب کميشن کې روان ټول کېسونه او ريفرنسز با انټي کرپشن تا حواله کولې شي۔