ګل پاڼه:پښتون کرکټ بائیلود خو زړونه یې وګټل

دپښتو ښکلې سندر غاړې ګل پاڼه وایي د ټي‌ ټين کرکټ په سیالیو کې دپښتون لوبډلې په بیلات خفه شوې ده خو خوشحاله په دې ده چې دغو لوبو نړۍ ته دپښتنو یو ښکلی اؤ مثبت انځور ښودلی اؤ داخبره یې ثابته کړې ده چې پښتانه دجنګونو سره نه بلکې دسپورټس اؤ کلتور سره مینه لري.

ګل پاڼه چې په شارجه کې ترسره شوؤ دکرکټ ټي‌ټین سیالیو کې دپښتون لوبډلې برانډ ایمبسیډره وه ویلي پښتون لوبډلې په دې سیالیو کې غوره کارکردګي ښودلې اؤ ترفائنل یې ځان ښه په مړانه ورسولو خو په لوبه کې ارو مرو یو اړخ بریالی کیږي اؤ دغه بریالیتوب د نادرن وارئیر په برخه شو.

دشارجه نه وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې هنرمندې ګل پاڼې وویل دا ځل د شاهد اپریدي په مشرۍ پښتون لوبډلې هېلې پیدا کړې وې چې د ټي‌۱۰ سیالیو اتلولي به ګټي خو په فائنل سیالۍ کې مخالفې لوبډلې هم غوره لوبه وکړه اؤ د اتلولۍ ویاړ یې ترلاسه کړو.

هغې وویل په لوبه کې ماتې خوړل یو ضروري امر وي ځکه چې کله دوه لوبډلې یو بل ته مخامخ کیږي نو دواړه په یو ځائ نه شي بریالۍ کیدلی خو پښتون لوبډلې زړه پورې لوبه کړې ده اؤ دکرکټ فائنل سیالي که یې بائللې خو دخپلو مینه والو زړونه یې ګټلي دي.

ټي ټین سیالۍ د۲۱نومبر نه دمتحده عرب امارات په شارجه کې پیل شوې وې چې پښتون لوبډله اؤ نادرن وارئیرز پکې فائنل ته وتلې وې خو پرون ماسخوتن په وروستۍ لوبه کې د نادرن وارئیرز پښتون لوبډلې ته په ۲۲منډو ماتې ورکړه اؤ ددغو سیالیو اتلولي یې پخپل نوم کړه .

نادرن وارئیرز په فائنل لوبه کې پښتون لوبډلې ته د۱۴۰ منډو هدف ورکړی ؤ خو پښتون لوبډله په ۱۰ؤ اوورونو کې یوازې د۱۱۸ منډو په جوړولو بریالۍ شوې ده