قبائیلي ضلعو کې دصوبایي اسمبلۍ ووټونو دپاره تګلاره جوړه کړل شوې

دخیبر پښتونخوا حکومت وایي د راتلونکي کال دجولایي په میاشت کې یې صوبه کې ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو کې د صوبایي اسمبلۍ د ووټونو دپاره تګلاره تیاره کړې ده اؤ ددې ترڅنګ به دغو سیمو کې بلدیاتي ټاکنې هم سرته ورسول شي.

په قبائیلي ضلعو کې دانتظامي چارو پر غوره ډول ترسره کولو اؤ راتلونکي کال کې دغلته د صوبایي اسمبلۍ اؤ بلدیاتي ټاکنو په اړوند یوه مهمه غونډه د یکشنبې په ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا دګورنر شاه فرمان په مشرۍ شوې چې دصوبې وزیراعلی هم پکې برخه درلودله.

دصوبې داطلاعاتو وزیر شوکت علي یوسفزئ چې پخپله هم په دې غونډه کې شریک ؤ خبریالانو ته یې ویلي چې په غونډه کې دقبائیلي سیمو دننه دانتظامي چارو په غوره ډول ترسره کولو باندې دبحث ترڅنګ په دې خبره هم ټینګار شوی چې دراتلونکي کال په جولایي کې به دغلته دصوبایي اسمبلۍ ټاکنې ترسره کولی شي.

هغه وویل دتحریک انصاف حکومت چې صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دمحرومیو ختمولو اؤ په بنیادي ځاندره کې د ورګډؤلو کومې ژمنې کړي،اماده دی چې دغه ژمنې سرته ورسوي اؤ دقبائیلي اولس دژوند کچه هم دهیواد دنورو وګړو د ژوند کچې ته راولي .

دقبائیلي ضلعو نه دپارلیمان منتخب غړي اؤ قامي مشران زیاتره مهال نیوکي کوي چې دفاټا صوبه کې د ورګډؤلو وروسته ددغو سیمو انتظامي چارې په ټپو ولاړې دي اؤ محکمې نه پوهیږي چې د صوبې د وزیراعلي په لارښوونو کارونه وکړي که د ګورنر اوامرو ته غوږ ونیسي؟

شوکت علي یوسفزئ وویل په ترسره شوې غونډه کې په دې خبره بشپړ بحث اؤ صلاح شوې ده چې دغلته به انتظامي چارې څنګه په غوره انداز کې پرمخ وړل کیږي اؤ ددې دپاره یوه بشپړه تګلاره هم جوړه کړل شوې ده چې زر به پرې عمل پیل کړل شي.

دصوبې داطلاعاتو وزیر وویل قبائیلي ضلعو ته دپولیسو دنظام ورغځولو دپاره دصوبې د سنئیر وزیر عاطف خان په مشرۍ یوه کمیټه هم جوړه کړل شوې ده چې دغه کمیټه به ډیر زر پخپل کار لاس پورې کړي اؤ قبائیلي سیمو کې به په نزدې وختونو کې ولیدل شي چې ټولې چارې به صوبایي حکومت پر زړه پورې انداز پرمخ یوسي.

حکومت که هرڅو دعوه کوي چې په قبائیلي سیمو کې به دهیواد دنورو برخو په څير د پولیسو نظام پرځائ کوي خو تیره میاشت مهمند اؤ خیبر ضلعو ته د دوؤ پولیس افسرانو په ورتګ قبائیلي اولس دلارو په تړلو سخت احتجاج کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هغوئ به خپلو سیمو کې پولیسو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

دا مهال په قبائیلي ضلعو کې دامنیت ساتنې ذمه وارۍ خاصه دار اؤ دملیشې ځواکونه په لاس کې لري خو دتحریک انصاف حکومت وایي چې په نوي نظام کې به خاصه دارو نه دپولیسو په توګه کار واخستل شي