دافغانستان دټاکنو خپلواک کمېسیون په ترلاسه شوؤ شکایتونو خپله پرېکړه اورولې اؤ د ولسي جرګې دکابل د تیرو ټاکنو ټولې رایې یې باطلې اعلان کړې دي.
د دې خبرې اعلان د ټاکنو شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر عبدالعزیز اریايي نن دپنجشنبې په ورځ دیوې خبري غونډې پرمهال وکړو.
عبدالعزیزاریايي ویلي دکابل ولسي جرګې په ټاکنو کې دپراخو درغلیو په تړاو دې کمیسیون ته ډیر شکایتونه رسیدلي دي.
نوموړي ویلي د دې شکایتونو له ارزولو وروسته دې کمیسیون د رایود باطلولو په تړاو اقدام وکړو.
د ټاکنو شکایتونو د اوریدوکمیسیون یو بل غړي علي رضا روحاني ویلي په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو په تړاو د شویو شکایتونو دڅیړنو له مخې ښايي چې دیوشمیر نورو ولایتونو دټاکنو پایلې هم باطلې اعلان کړل شي.
د ولسي جرګې ټاکنې چې د سپتمبرپه۲۰ او۲۱ نیټه له غزني او کندهار پرته دافغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شوې وې تراوسه د ټاکنو دخپلواک کمېسیون لخوا دپینځوؤ ولایتوو پایلې اعلان شوي دي.