په کندهار کې د بي ایل اې د یوه مشر په ګډون 5 تنه په ځانمرګي برید کې وژل شوي

واشنګټن ډي سي ـــ د افغانستان په کندهار ولایت کې د نهې- سه شنبې په مازدیګر شوې چاودنه کې د بلوڅانو د یوه خپلواکي غوښتونکي سازمان د یوه مشر اسلم بلوڅ په ګډون د دې ډلې د پینځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.


افغان چارواکي وایي، دا ځانمرګی برید وو چې وایي د ښار په یوه خوندي او پرامنه سیمه عینو مېنه کې د بلوڅانو پر یوه کور شوی دی، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکي سازمان غړي وو او که عام بلوڅان وو.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي، ځانمرګی بریدګر پیاده روان وو او د کندهار د عېنو مېنې پر درېيم سړک هدف ته تر رسېدو مخکې ور پورې تړلي چاودېدونکي مواد چاودل شوي، چې له امله یې دوه ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د چاودنې ځای ته څېرمه عیني شاهدینو وي.او.اې ته ویلي، چې دغه ځانمرګی برید پر یوه کور باندې شوی دی، چې وایي پینځه تنه پکې وژل شوي دي.

د دې ځانمرګي برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې بلوڅ قومندان اسلم بلوڅ چې وایي په "اچو" مشهور وو، په کندهار کې له خپلو څو ملګرو تاجو مري، رحیم مري او څلورو نورو سره په یوه غونډه کې موجود وو، چې ځانمرګی برید ورباندې شوی دی.

اسلم بلوڅ له خپلواکي غوښتونکي سازمان بلوچ لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) سره تړلی بلل کېږي، چې پاکستاني چارواکو ورباندې په تېره نومبر میاشت کې په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ د برید پلانولو تور هم لګولی دی. د چین پر کونسلګرۍ د برید ذمه واري هم همدې ډلې بي ایل اې پر غاړه اخیستې وه.

په رسنیو کې د راغلیو خبرونو په اساس اسلم بلوڅ د بي ایل اې قومندان ګڼل کېږي، خو ځینې ناتایید شوې سرچینې بیا وایي، چې هغه د دې سازمان د یوې بېلې څانګې مشر وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سلیم کهوسه په وروستیو کې دعوه کړې وه، چې د چین پر کونسلګرۍ د برید پلانوونکی په هند کې دی. پاکستاني چارواکو ویلي وو چې هغه په بلوچستان کې د پوځ په عملیاتو کې ټپي شوی وو او د درملنې لپاره هند ته تښتېدلی وو.

افغان چارواکو تر اوسه په رسمي توګه دا نه ده تایید کړې چې ګواکې په کندهار کې دې د بلوڅانو د خپلواکي غوښتونکي سازمان کسان مېشت وي او په دې ځانمرګي برید کې دې یې قومندان او نور وسلوال وژل شوي وي.

پاکستان له اوږدې مودې تور لګوي چې افغانستان وسلوالو بلوڅانو ته پناه ورکړې ده او د هند په مرسته له هغه ځایه په بلوچستان کې وسلوال بریدونه پلانوي، خو افغانستان دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.