پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ په 13مه د نقیب الله مسید لومړی تلین لمانځي

واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ په 13مه په کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د وژل شوي ځوان نقیب الله مسید لومړی تلین په داسې حال کې لمانځي، چې د هغه په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار نه دی سزا شوی او په ضمانت ازاد ګرځي.

نقیب الله مسید د 2017م کال د جنورۍ په لومړیو ورځو کې په کراچۍ کې له خپله کوره بې درکه شوی وو او د دې میاشتې په 13مه نېټه یې مړی وموندل شو. پولیس افسر راو انوار تور لګولی وو چې هغه د طالبانو ملګری وو او د پولیسو په یوه مقابله کې یې وژلی دی.

د نقیب الله مسید لومړی تلین د پښتونخوا په ټانک سیمه کې د یوې ولسي جلسې په بڼه لمانځل کېږي، چې د پښتونخوا په ګډون له بلوچستان او کراچۍ هم پکې خلک ګډون ته ورځي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د ټانک په جلسه کې به یو ځل بیا خپلې غوښتنې تکراروي:

"په ټانک کې به په سیمه ییزو مسئلو هم خبرې کوو، د ښخو ماینونو او د جبري بې درکه خلکو په اړه به هم خبرې کېږي".

منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه په خپله وینا کې د پاکستان ریاست ته په اشارې سره وویل "تاسو چې د راو انوار د خلاسولو کوشش وکړ موږ ته معلومه شوه چې څوک هم د پښتنو قاتل دی ریاست په هغو مهربان دی، هغه که د احسان الله احسان په شکل طالبان وي او که د راو انوار په شکل پولیس افسران وي".

په ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر حمیدالله امریکا ږغ ته وویل، په ټاون هال کې د جلسې لپاره یې ځایي انتظامیې ته درخواست ورکړی، خو تر اوسه اجازت نه دی ورکړل شوی. هغه وایي که ضلعي چارواکو ورته رسمي اجازه ور نه کړه بیا به هم جلسه کوي.

د ټانک یوه سرکاري چارواکي دا خبره تایید کړې چې وایي پښتون تحفظ موومنټ د جلسې لپاره درخواست ورکړی دی، خو وایي تر څو چې په دې برخه کې له صوبایي حکومت او امنیتي ادارو سره سلا مشوره نه وي شوې د جلسې اجازت نه شي ورکولای.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړۍ غوښتنه پولیس افسر راو انوار ته د عدالت له خوا سزا اورول دي، چې د سیند پولیسو پلټونکې ډلې د نقیب مسید په وژنه کې مجرم پېژندلی، خو عدالت د تېر کال په جولای کې هغه په ضمانت خوشي کړ او د دسمبر په وروستیو کې یې له عدالته وغوښتل چې نوم دې یې هم د سفري بندیز له لیسټ (اې سي ایل) څخه و ایستل شي ځکه چې وایي هغه عمرې ته تلل غواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د نقیب مسید تلین به د جنورۍ په 20مه په کراچۍ کې هم لمانځل کېږي، چې د ده په وینا له ټول پاکستانه به زرګونه خلک پکې ګډون کوي او د تحریک د پینځو غوښتنو تر څنګ به پکې دا غوښتنه هم کوي، چې په کراچۍ کې د دوی د تحریک د ملاتړو په ضد جوړې شوې مقدمې دې ختم کړل شي.

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې قانوني ګڼي او پوځ دعوه کوي چې د دوی اکثره غوښتنې منل شوې دي. د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور له یوه شخصي ټیلیویژن سره پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې پښتون تحفظ موومنټ د عدمِ تشدد په لاره خپله مبارزه کوي.