په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي ناسته چې د جنورۍ په 24مه نېټه پیل شوې نن په څلورمه ورځ هم روانه ده. په دې احتجاجي ناسته کې- چې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې روانه ده، په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو په ګډون د بلوچستان او پښتونخوا لسګونو کسان هم ګډون لري.
احتجاج کوونکي پینځه غوښتنې لري او وایي تر هغه وخته به یې احتجاجي ناسته روانه وي، چې دغه غوښتنې یې نه وي منل شوې. وايي په کراچۍ کې دې د دوی د ملګرو په ضد جوړې شوې مقدمې ختمې شي، عالمزېب مسید او په سنټرل جېل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي درې غړي دې خوشي کړل شي، په سیند صوبه او په ځانګړي ډول په کراچۍ کې دې د پښتنو د اقتصاد د تباهۍ هڅې بندې کړل شي او د شمالي وزیرستان د خیسور پېښې پلټنه دې وشي او د حيات کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.
تېر ماښام په کراچۍ کې احتجاجي غونډې ته د عالمزېب مسید پلار ببرک خان مسید هم وینا وکړه او ویې ویل، په دې ویاړي چې زوی یې د مظلومو او بېګناه خلکو لپاره د ږغ پورته کولو په تور بندي دی:
"پاکستان د چا شخصي جاګیر نه دی دا د 24 کروړه ولس میراث دی، د آیین او قانون تابعداري که زه یم که کوم زورور وي کوو به یې، که چېرې له آیین او قانونه څوک سرغړونه کوي بیا نه کله امن راتلای شي، نه خوشالي راتلای شي نه پاکستان ترقي کولای شي".
احتجاج ته له پښتنو پرته د سیند صوبې نور ټولنیز فعالان او د وومین ډیموکرېټک فرنټ په نامه د ښځو د حقونو د یو سیاسي تنظم غړي هم ورغلي وو. وکیله شمایله شاهاني هم یوه له دغو کسانو وو، چې پخپله وینا کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ وکړ:
"چې آصف غفور صاحب پخپله وایي د دوی غوښتنې جایزې دي نو بیا ولې په پوره کال کې د دوی غوښتنې ونه منل شوې، دا زموږ آییني حق دی چې موږ ته تحفظ راکړي، له دې ریاسته موږ غواړو چې زموږ خلک ورک نه کړي، په ارام یې ژوند کولو او کار ته پرېږدي، دا زموږ حق او د دوی فرض دی".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم تېر ماښام د کراچۍ احتجاجي ناستې ته د واټسپ له لارې آنلاین وینا وکړه او ویې ویل چې دوی له تېر یوه کاله د خپلو پینځو غوښتنو لپاره پرامنه احتجاجونه کوي، خو ریاست د هغوی د منلو پر ځای د دوی ملګري نیسي او په زندانونو کې یې ساتي. پښتین وایي که پښتانه یو ځل د پاکستان له عدالتونو ناهیلي شول دا به ریاست ته ښې نتیجې ونه لري:
"ریاست ته وایو چې له عالمزېب سره زیاتی کېدای شي ستا بنیادونه وخوځوي، که مو کله دا اعلان وکړ چې ستا له عدالت نه زموږ تمې او امیدونه ختم شول په هغه ورځ به د پښتنو عدالت لګېږي بیا به ته د خپلو جرنېلانو او راو انورانو حشر ګورې".
عالمزېب مسید د جنورۍ په 21مه پولیسو د کراچۍ په کلفټن کې د وسلو په زور ونیو او په 22مه یې عدالت ته وړاندې کړ، چې عدالت د څلورو ورځو په ریمانډ پولیسو ته وړاندې کړ. تېره ورځ هغه بیا عدالت ته وړاندې کړل شوی او بیا د کراچۍ جېل ته لېږل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج کوونکي وایي په تېرو درو ورځو کې چې دوی احتجاج پیل کړی د سیند حکومت له خوا هیڅوک هم احتجاجي کېمپ ته نه دي ورغلي او نه یې د دوی غوښتنې اورېدلې دي، خو د سیند د زندانونو وزیر ناصر حسېن شاه مشال رېډیو ته ویلي، چې له عالمزېب مسید سره قانوني مرسته کوي او انتظاميې ته یې ویلي دي چې له احتجاج کوونکو سره دې د احتجاجي ناستې د ختمولو لپاره مذاکرات وکړي.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نور الله ترين وایي دوی تېره ورځ په کراچۍ کې د عالمزېب مسید د اورېدنې لپاره عدالت ته روان وو، چې پولیسو یې درې نور ملګري محمدشېر، جان عباس او صدام ونيول او بيا چې په هغوی پسې درې کسان شفيع ترین، محمدالله او زاهد پولیس تاڼې ته ورغلل نو هغوی یې هم کښېنول، خو وایي کله چې دوی له سهراب ګوټه کراچۍ ښار ته پر تللي سړک د احتجاج خبرداری ورکړ نو پولیسو یې ملګري ور خوشي کړل.
بل لور ته د پښتونخوا په مردان ښار کې هم تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ تنه نیول شوي دي. د پي ټي ایم د سرچینو په وینا د پي ایچ ډي زده کوونکی اسفندیار وزیر، پروفیسر اخترخان، عتیق خان او دوی درې نور ملګري تېره ورځ د مردان سیمه ییز عدالت ته ورغلي وو او غوښتل یې د دوی په ضد په شوې مقدمه کې ضمانت واخلي، خو عدالت ضمانت ور نه کړ او پولیسو په عدالت کې دننه ونیول او په تاڼه کې یې بندیان کړل.