دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې دپردیو دشومو پلانونو څخه را اوځي اؤ دخپلې افغاني ارادې په تمصیلولو دافغانانو دسولې غوښتنې ته لبیک ووایي.
د دوشنبې په ورځ خپله یوه ویډيوي وینا کې ښاغلي اشرف غني ویلي طالبان دوه لارې لري یا به دافغان ولس سره یو ځائ کیږي اؤ سولې ته به غاړه ږدي اؤ یا به دپردیو د موخو وسیله جوړیږي .
هغه طالبانو ته یو ځل بیا وړاندیز کړی چې باید افغانستان کې دسولې دپاره افغان دولت سره نیغ په نېغه خبرې پیل کړي خو طالبانو لا د افغان ولسمشر دغه وړاندیز ته په سمدستي ډول څه ځواب نه دی ویلی.
ښاغلي اشرف غني ویلي چې افغانستان ته بهرني ځواکونه د دوه اړخیزه تړون له مخې راغلي اؤ هیڅ یو افغان نه غواړي چې دغه ځواکونه دې تر اوږدې مودې په افغانستان کې پاتې شي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو اوسنی موجودیت د یو ضرورت په اساس دی اؤ افغان دولت مدام په دې فکر کې وي چې دبهرنیو ځواکونو شتون د صفر نکتې ته راولي.
اشرف غني وايي دسولې په پروسه کې دامریکا دمتحدویالتونو هڅې دسولې دبرنامې یوه برخه ده او مالیکیت او مشرۍ به یې دافغانستان دحکومت په لاس کې وي.
هغه ویلي “باتدبیره سوله ژرغواړي ترڅو مخکنی تیروتنې بیا تکرارنه شي”
اشرف غني وايي دسولې لپاره ټینګه اراده لري او په هیواد کې دسولې په ټنګښت سره به ۴۰ کلن د جګړې تاریخي فصل ته دپای ټکی ږدي او دپرمختګ ،امن اود ثبات نوی فصل به پرانیستل کیږي.
اشرف غني ملت ته په وینا کې د جګړې دزیانونوپه اړه وویل روانې جګړې دافغان ولس دټولو پرمختګونو مخه نیولې ده.
طالبانو ته دمخ په مخ خبرو دا وړاندیز افغان ولسمشر اشرف غني وروسته له هغې کړی چې تیره ورځ افغانستان کې د سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اشرف غني سره په لیدنه کې هغه ته د دوحې دسولې دخبرو جذئیات ورکړل .
زلمي خلیلزاد ویلي نه خو دقطر په خبرو کې طالبانو سره د لنډمهاله حکومت په جوړولو خبرې شوي اؤ نه دبهرنیو ځواکونو په وتلو څه موافقه شوې ده.
تر دې وړاندې په ځېنو رسنیو کې داسې دعوې شوې وې چې په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ د یو نیم کال په موده کې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اؤ دلنډمهاله حکومت په جوړولو اتفاق شوی دی .
خو طالبانو هم ویلي چې هغوئ په دغو خبرو کې غوڅو پرېکړو ته نه دی رسیدلي اؤ په راتلونکو غونډو کې به دحل غوښتونکو ستونزو هواری ولټول شي