دافغانستان دسولې عالي شورا مشرکریم خلیلی وايي،افغانستان کې سوله په دې معنا نه کیږي چې دطالبانو د وخت پخوانی اسلامي امارت بیرته راوګرځي بلکې هیواد ته ثبات اؤ قراري راوړل دسولې هدف دی.
کریم خیلیلي د جمعې په ورځ یوې غونډته په وینا کې وویل چې دسولې په پروسه کې ښکیلې غاړې یوبل ته د تسلمیدو په معنی نه دی.
نوموړي وویل"دسولې هدف دطالبانو پخواني امارت ته دبیرته ستنیدو په معنی نه دی او دا دې د افغانستان خلکو ته واضحه وي،نه به مونږد سولې په پروسه کې د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شو او نه له طالبانو دا توقع لرو چې د مقابل جانب غوښتنو ته تسلیم شي"
دسولې عالي شورا مشر وايي دسولې له روانې پروسې ملاتړ کوي اودنوموړي هیله څرګنده کړه چې دزلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ پیل شوې مذاکرات یوې ګتورې پایلې ته ورسیږي.
کریک خلیلي وویل"سوله هغه مهال یوې مطلوبې پایلې ته رسیدلی شي چې دسولې په پروسه کې دافغانستان د ټولنې ټول اړخونه برخه ولري او رهبري او مالیکیت یې هم دافغانستان دخلکو په واک کې وي او له دې پرته د دایمي سولې ټیګښت نشي رامنځته کیدلی"
په دې وروستیو کې دافغان سولې په تړاو هڅې چټکې شوي دي او ټاکل شوې ده چې د قطرد خبرو ناسته د صلاح او مشورو په هدف له دوه ورځني ځنډ وروسته نن (شنبه) یو ځل بیا دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دطالبانو دمشرانو ترمنځ پیل شي.
زلمي خلیلزاد دتیرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د خبرو په تړاو پخپل ټویټ کې ویلي ؤ دقطرناسته کې شوې خبرې ګټورې دي او په وینا یې دسولې په لوري ورو حرکت کوو خوپیاوړي اوځواکمن ګامونه اخلو.