واشنګټن: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په بهیر کې له وسلوالو طالبانو سره د امریکايي ځواکونو په وتلو، اوربند، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې روانې دي.
د بهرنیو چارو مرستیال ویاند رابړټ پلډینو وویل، د قطر په خبرو کې په دغو څلورو مهمو مسلو خبرې روانې دي او دواړه غاړې هڅه کوي چې یوې وروستۍ موافقې ته سره ورسېږي.
هغه دا هم وویل، چې دا ځل د امریکا او طالبانو دواړو خواوو څخه واک لرونکي ډلې خبرې کوي.
"اوس مونږ په دې بهیر کې یو چې د ملا برادر تر مشرۍ لاندې د طالبانو لخوا د خبرو د یوې واک لرونکې ډلې سره خبرې وکړو. دا خبرې په دوحه کې روانې دي او د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد تر مشرې لاندې ترسره کېږي."
په افغانستان کې د خونړي تاوتریخوالي په لړ کې د امریکا مذاکره کونکي هڅه کوي له جګړه مارو طالبانو سره داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې روانه ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په آیوا ایالت کې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د هغه یوه ډله همدا اوس هڅه کوي له ترهګرو طالبانو سره خبرې وکړي تر څو افغانستان له جګړو څخه راووځي.
که څه هم په افغانستان کې وسلوال طالبان تل ځان وژونکې چاودنې کوي او ملکي خلک وژني خو لا هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې نه دي اچول شوي.
څېړونکي وايي، سیاسي ګټو طالبان له دغه نوملړ څخه ساتلي دي ځکه د ترهګرو په توګه د طالبانو له پېژندلو سره به د سولې خبرې لا ستونزمنې شي.
کله چې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال ویاند رابړټ پلېډېنو څخه پوښتنه وشوه چې ایا طالبان ترهګر دي او که د بهرنیو چارو د وزیر لخوا سم نه دی یاد شوي، هغه وویل:
"د وزیر خبرې په خپله روښانه دي او زه تر هغې زیات پرې نه غږېږم. زه به دومره ووایم مونږ دې ته ډېر پام اړولی چې د نړۍ په هغې برخه کې چې څه روان دي هغه ښې پایلې ولري او مونږ پر همدې مسلې اوس کار کوو او لا به پرې پام ساتو."
کله چې ترې په ممکنه راتلونکي حکومت کې د طالبانو د رول په اړه د افغان مېرمنو د اندېښنو په هکله وپوښتل شول چې د دغو مېرمنو د حقونو به څه حال وي؟
پلېډېنو وویل، امریکا غواړي چې ټول افغانان ښه راتلونکې ولري.
"ځانګړی استازی خلیلزاد او د هغه ټیم د افغانانو ترمنځ خبرو ته کار کوي. په دغو خبرو کې مخالف ګوندونه او د مدني تولنې استازي په ځانګړي توګه ښځې او ځوانان هم ګډون لري."
پمپیو د آیوا زده کونکو ته وویل، هغه هیله لري، له طالبانو سره به د سولې خبرې دومره پرمخ ولاړې شي چې هغه په خپله وکولای شي په راتلونکو څو اونیو کې ددغو خبرو د لا پرمختګ لپاره هلته ولاړ شي.