چین یو وارې بیا د ملګرو ملتونو د هغه ګام مخه ونیوله چې مسعود اظهر نړیوال ترهګر وګرځوي

انځور په هند کې د جېش محمد پرضد لاریون کې اخېستل شوی

چین یو وارې بیا د ملګرو ملتونو د هغه ګام مخه ونیوله چې مسعود اظهر نړیوال ترهګر وګرځوي.

د هند حکومتي خبري رسنۍ پرېس ټرسټ اف انډیا له مخې دا څلورم ځل دی چې چین د ملګروملتونو د امنیت شورا د هغه قرارداد مخه نیولې وې د کوم لاندې چې نړیواله اداره په پاکستان کې مېشته ترهګر ډلې جېش محمد مشر مسعود اظهر نړیوال ترهګر وګرځوي.

د خبري ایجنسۍ تر مخه د شورو په ورځ چې کله د امریکا، برتانیا او فرانس لخوا د مسعود اظهر د نړیوال ترهګر ګرځولو قرارداد وړاندې کړای شو نو چین د تکنیکي بنیادونو پر سر دا وځنډاوه.

په چین باندې نیوکې کېږي چې له پاکستان سره د خپل سټراټیژيکي ملګرتیا له مخې دا ګام پورته کوي خو چین د رداوي کوي.

امریکا له پاکستان څخه غوښتي چې د هغوي په وړاندې د بېړنیو ګامونو د پورته کولو پرسر غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو د چارو وزیر مایک پمپیو لخوا د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر ویجې ګوخالې سره په واشنګټن کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د لیدنې پر وخت ددغو بېړنیو ګامونو پر اړتیا خبرې وکړې.

تمه ده د ملګروملتونو د امنیت شورا به په دغې مسودې باندې د مارچ په ۱۳ نېټه بحث وکړي.

چین پخوا د مسعود اظهر د ترهګر ګرځولو خبره رد کړې وه او ټینګار یې کړی وو چې دغه پرېکړه یې باید د ټولو لخوا ومنل شي.

چین د ګل یا دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا ته یوځل بیا دا ور یاده کړې ده چې یو مناسب حل به یواځې د خبرو اترو له لیارې ترلاسه شي.

په ورته وخت کې چین له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې د کشمیر پر لانجه دې پام وساتي.

په واشنګټن کې ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې امریکا له برتانیې او فرانسې سره په ګډه غواړي دغه مسوده دا ځل تصویب شي.

واشنګټن له چین څخه ددغې مسودې د نه ردولو د غوښتنې ترڅنګ په پاکستان کې هم له خپلې اغیزې کار اخلي چې په دې برخه کې نرموالی وښيي.

جېش محمد ترهګرې ډلې د هندي کشمیر په پلوامه کې د فیبرورۍ د ۱۴ نېټې د هغه برید پړه په غاړه اخېستې وه په کومه کې چې ۴۰ هندي سرتیري وژل شوي وو.