د ساحل په نوم غېر دولتي ادارې د رپوټ ترمخه په پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تيريو پېښې ۳۳ فيصده سېوا شوي او تېر کال د ورځې په حساب د لسو ماشومانو سره جنسي تيري شوي دي.
د غېر دولتي ادارې د رپوټ ترمخه په کال ۲۰۱۸م کې ۳۸۳۲ ماشومانو سره ناوړه چلند شوی چې پکې زياتې پېښې د جنسي تيري دي، او دا د رپوټ شوؤ پېښو شمېره ده، اصل شمېرې د دې نه ډېرې دي.
په رپوټ کې ويل شوي په کال ۲۰۱۷م کې دا شمېره ۳۴۵۴ وه او په تازه رپوټ کې ويل شوي د ماشومانو سره د جنسي تيريو پېښې تر ټولو زياتې په پنجاب صوبه کې مخې ته راغلي دي.
ويل شوي د ماشومانو سره د جنسي تيريو په پېښو کې ۵۱ فيصده پېښې د ماشومانو جينکو او ۴۹ د ماشومانو هلکانو سره شوي دي.
غېر دولتي ادارې ويلي د ماشومانو سره په جنسي تيریو کې زياتره د دوي نزدې کسان ککړ دي لکې د محلې ګاونډيان يا دوکاندار.
دا چې په پاکستان کې د جنسي تيريو پېښې ولې سېوا شوي د رپوټ جوړؤنکی ممتاز ګوهر وايي، دا وخت چې کوم قوانين موجود دي هغه دې په اصل کې عملي شي نو د دې سره به هم په دې پېښو کې ډېر کمی شي.
هغه وايي په دې رپوټ کې يواځې هغه پېښې راټولې کړی شوي چې په مطبوعاتو کې رپوټ شوي دي.
په پاکستان کې زياتره ميندې پلاران دغه ډول پېښې پټوي چې پکې په پوليس اعتبار نه لرل، عزت، جرګې او نور علتونه شامل دي.