لاهور کې پرله پسې په دوېمه ورځ د پوليو پېښه مخې ته راغلې

د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د پوليو د نوې پېښې مخې ته راتلو سره په پاکستان کې روان کال د پوليو پېښې لسو ته ورسېدې.

په لاهور کې پرون د زيارت، پنجشبې په ورځ هم د يو ماشوم د پوليو وهلو پخلی شوی ؤ.

په لاهور کې روان کال د پوليو دا درېمه پېښه ده چې مخې ته راځي.

پاکستان کې د پوليو پروګرام دپاره د وزيراعظم عمران خان مرستیال بابر بن عطا د تازه پېښو پخلی کړی دی.

عطا ويلي په لاهور کې د مخې ته راتلونکو پېښو علت هم د ميندو او پلارانو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو نه ورکول دي.

په وروستيو کې پاکستان کې د پوليو ضد د څاڅکو ورکولو کمپاين د ګډوډي ښکار شوی او ويل شوي وو نزدې ۲۳ لاکه ماشومان د څاڅکو ورکولو نه محرومه پاتې شوي دي.

د پوليو ضد پروګرام ويلي په ياد کمپاين کې په ټول ملک کې د ۳۹ ملينو نه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولو ويلي ؤ.

خو د چاوراکو په وېنا په پېښور کې د پوليو څاڅکو ضد د دروغو اوازو، د خېبرپښتونخوا په بونېر او بنو ضلعو کې د پوليو ټيمونو د ساتونکو پوليسو وژنو او بيا د بلوچستان په چمن سيمه د پوليو کارمندې وژنې کمپاین اغېزمن کړی ؤ.