پاکستان: حکومت پټرول نور نهه روپۍ ۳۵ پېسو ګرانولو منظوري ورکړې

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ د تېلو او ګېس د نظم ادارې (اوګرا) په سپارښتنه د يو ليټر پټرولو نورو نهه روپو او ۳۵ پېسو ګرانولو منظوري ورکړې ده.

اوګرا د پټرولو د یو ليټر ۱۴ روپۍ او ۳۷ پېسو ګرانولو سپارښتنه کړې خو د وزيراعظم د اقتصادي چارو مشاور عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ غونډه کې د نهه روپو او ۳۴ پېسو منظوري ورکړې شوې ده.

د نوي نرخ ترمخه به يو لیټر پټرول به اوس په ۱۰۸ روپۍ ۴۲ پېسو ترلاسه کیږي، هايي سپيډ ډيزل څلور روپۍ ۸۹ پېسې، لايټ ډيزل شپږ روپۍ ۴۰ پېسې او د خاورو تېل اووه روپۍ ۴۶ د يو ليټر په حساب ګران کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت د تېلو بیعو ګرانولو ته په ټويټر د " ګران بيعه پاکستان، مهنګا پاکستان" او "پټرول بم" د هېش ټېګ سره غبرګون ويل کيږي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په ټويټر ویلي،

"پټرول بيا نهه روپۍ ګران کړی شو،د یو ليټر نوی نرخ ۱۰۸ روپۍ، بدلون (تبديلي مو خوښه شوه".

ژورنالسټ عمار مسعود په ټویټر ویلي،

"د ژوند څخه مايوسه داسې کسان چې په ځان پټرول اچول او سوځېدل غواړي هغوي دې خبر وي چې پټرول په ۱۰۸ روپو شو".

سياستوالې پلوشه عباس ویلي،

"د پټرولو وروسته د بجلۍ نرخونه ګرانېدل دې ستاسو اومبارک وي، پاکستانيانو تاسو ويريږئ مه، خان ته يوه بله موقع ورکړئ هر څه به سم کړي".

ډېری کسانو د وزیراعظم عمران خان د هغو وېناګانو هغې برخې خپرې کړي چې هغه د مسلم ليګ ن د حکومت په مهال د تېلو ګرانېدو په اړوند کوم بيانونه ورکړي او د مسلم ليګ ن په حکومت به يې نيوکې کولې.