د فرشتې د وژنې پېښه: درې تورن کسان نيول شوي او په پوليسو مقدمه درج شوې

د اسلام اباد د شهزاد ټاؤن پولیس پخلی کړی چې د فرشتې د وژنې په پېښه کې ککړ تور کسان نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي، او د شهزاد ټاؤن د تاڼې په پوليس مشر او هغه سره نورو پوليسو پرضد د غفلت کولو مقدمه هم درج شوې ده.

د فرشتې د وژنې په پېښه کې تورن نیول شوي درې کسان نن د شورو، چارشنبې په ورځ د اسلام اباد د سيشن عدالت ته مخامخ کړی شوي او عدالت دغه درې واړه کسان پوليس ته د درېو ورځو په بدني ریمانډ ورکړي دي.

ويل کيږي فرشتې سره د تښتول کېدو وروسته جنسي تېری شوی او بيا وژل شوې خو پوليس د جنسي تېري پخلی نه دی کړی.

د فرشتې د وژنې د پېښې وروسته دا عمليات په داسې حال کې شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د مومندو نورو سياسي مشرانو او غړو د پېښې پرضد سخت احتجاج کړی ؤ.

د شهزاد ټاؤن تاڼې يو افسر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په سر وويل، دوه، درې کسان نيول شوي او تفتيش ترې روان دی.

هغه وويل دغه کسان چې نيول شوي د فرشتې خپلوانو پرې شکايت کړی ؤ، او نوموړي د نورو جزياتو شريکولو څخه ډډه وکړه.

د قبايلي ضلعې مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنه فرشته په ۱۵ مې په پلازمينه اسلام اباد کې د شهزاد ټاؤن په علاقه کې د خپل کوره وتلې او بيرته نه وه راغلې.

د هغې پلار ګل نبي ویلي دوي په ۱۶ مې تاڼې ته ورغلي د لور د بې درکۍ رپوټ يې کړی خو پولیس د دوي خواست نه دی اخيستی او بيا يې په ۱۹م مې مقدمه درج کړې وه.

خو په ۲۰ مې د فرشتې جسد د ځنګل څخه ترلاسه شوی چې د وجود ځينې برخې يې مسخ شوې وې، بيا د دغه ماشومې د اسلام اباد په پولي کلېنک روغتون کې د طبي معاينې نه کېدو پرضد د پي ټي اېم مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير سره د مومندو د عوامي نيشنل ګوند مشر نثار مومند او ګڼو کسانو احتجاج پېل کړی ؤ.

د احتجاج وروسته د فرشتې طبي معاينه شوې خو رپوټ يې لا مخې ته نه دی راغلی، پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د فرشتې د وژنې پرضد د هغې د جنازې سره د اسلام اباد په ترامړي چوک احتجاجي مظاهره پېل شوې چې تر د شپې ناوختې پورې روانه وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او نورو سياسي مشرانو سره بيا د حکومتې چارواکو لخوا خبرې شوي، د شهزاد ټاؤن تاڼې د پوليس مشر پرضد مقدمه درج شوې او د پېښې د پلټنو دپاره کمېټيانې جوړې شوي دي.

د کمېټيانو جوړېدو وروسته د شپې ناوخته د فرشتې جنازه شوې چې پکې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين سره په لويه شمېره کې خلکو ګډون کړی دی.

نن د شورو، چهارشنبې په ورځ د پيپلز ګوند شېري رحمان سره د ملګرو، د اسلام اباد پوليس مشر او د جماعت اسلامي مشران د فرشتې کور ته ورغلي او د کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.

د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د فرشتې پلار هم بللی دی.