د پاکستان مالياتي خساره د ۱۹ کهربه روپو نه سېوا شوې

په پاکستان کې مالياتي خساره د ۱۹ کهربه روپو نه سېوا شوې او د اخراجاتو او امدن ترمنځ د تولې ګډوډېدو له امله دا خساره د مجموعي امدنۍ (جي ډي پي) پينځه فيصدو ته رسېدلې ده.

د خزانې د وزارت لخوا په خپور شوي رپوټ کې ويل شوي چې د کال ۲۰۱۸ په پرتله د کال ۲۰۱۹ خساره په تېرو لسو کالو کې د مالي کال د نهه مياشتو د ټولو نه زياته خساره ريکارډ شوې ده.

د مالي کال په دې خساره کې زیاته د پاکستان تحريک انصاف ګوند په حکومت کې شوې ده.

د رپوټ ترمخه د کال ۲۰۱۸م د جولايۍ د لمړۍ نېټې څخه چې مالي کال پېل شوی د روان کال د مارچ د میاشت پورې د مالي نهه میاشتې پوره شوې او یاده خساره پکې ريکارډ شوې ده.

په دې نهه میاشتو کې حکومتي خرچې زياتې شوي دي خو د دې ترڅنګ په امدن کې اضافه نه ده شوې او د خسارې پوره کولو دپاره د بهر نه نورې قرضې اخيستل شوي دي.

د رپوټ ترمخه حکومتي مجموعي امدن د درېو نه تر نهه فيصدو پورې دی خو په دې موده کې د دفاعي خرچو په مد کې ۷۷۴ اربه روپۍ خرڅ شوي دي.

ويل شوي چې زياتې دفاعي خرچې د روان کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مارچ پورې شوي چې کله د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په پلوامه کې د بريد وروسته تاؤ تريخوالی سېوا شوی ؤ.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په دغو نهو مياشتو کې ۱۴۵۹ اربه روپۍ په قرضونو د سود په مد کې ورکړی شوي چې دا شمېره د تېر مالي کال په پرتله ۲۸۷ اربه روپۍ زياته ده.

په قرضونو د سېوا سود ورکولو علت روان کال د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر راکمېدل ښودل کيږي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د امدن سېوا کولو دپاره په راروان مالي کال کې حکومت د نور فشار سره مخ کېدی شي او په راتلونکي بجټ کې بايد چې حکومت خپلې خرچې راکمې کړي.

د تېر کال په پرتله د ټېکسونو په مد کې اضافه نه ده شوې کوم چې د حکومت دپاره يو چېلنج دی.

د دې ترڅنګ د مالي کال په يادو نهه مياشتو کې ۳۰ کهربه ۵۸ اربه او ۳۰ کروړه روپۍ د ټېکسونو په مد کې راټولې شوي کومې چې د مجموعي امدنۍ نهه اعشاريه درې فيصده دي او تېر کال دغه رقم د جي ډي پي لس اعشاریه څلور فيصده وي.

د ټېکسونو نه علاوه د حکومت امدني د تېر کال په مقابله کې څلور کهربه ۲۱ اربه ۶۰ روپۍ ده او دا د مجموعي امدنۍ يو اعشاريه يو فيصد دی چې تېر کال دا يو اعشاريه پينځه فيصده ؤ.