پولیسو د پي‌ ټي ایم په مشرانو د ترهګریزو بریدونو خبرداری ورکړی

دخیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان پولیسو ویلي هغوئ ته داسې استخباراتي رپورټونه ترلاسه شوي چې پکې اندېښنه ښودل شوې چې” دافغانستان ترهګرۍ د پي‌ ټي ایم مشران په نخښه کولی شي”

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر علي وزیر وایي که چرې هغوئ ته څه رقم زیان هم ورسیدلو نو ذمه وار به یې ریاست ا استخباراتي ادارې وي.

د ډيره اسماعیل خان دپولیسو لخوا دخبرداري په یو بیان کې دپي ټي‌ ایم دمشرانو په ځانګړي ډول د علي وزیر،حیات پریغال،شیرالله اؤ مولوي قاضي طاهر نومونه اخستل شوي اؤ ویل شوي چې ترهګر په دوئ بریدونه کول غواړي.

دډیره اسماعیل خان دپولیسو ضلعي مشر سلیم ریاض د شورو په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي “پولیسو داسې اطلاعات ترلاسه کړي دي اؤ قانون پځائ کوونکې ادارې اماده دی چې د پي‌ ټي ایم مشرانو ته دولتي ساتونکي ورکړي”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشر اؤ دپاکستان دپارلیمان غړي علي وزیر وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي چې هغه ته هم پولیسو ویلي چې ژوند یې دګواښونو سره مخ دی اؤ ترهګر پرې برید کول غواړي.

خو علي وزیر وایي چې ددې هرڅه ترشا د استخباراتي ادارو لاس دی اؤ که هغوئ ته هر رقم زیان ورسیدلو نو ذمه وار به یې ریاست اؤ استخباراتي ادارې وي.

هغه ویلي د دولتي ساتونکو وړاندیز ورته له دې خاطره شوی چې که چرې دهغوئ په موجودیت کې سبا په دوئ برید کیږي نو حکومت به ځان سره دلیل ولري چې “مونږ خو ساتونکي هم ورکړي وؤ”

دعلي وزیر په وینا “دترهګرو د بریدونو دا پیغام مونږ ته په داسې مهال راکړل شوی چې اسلام اباد کې دوژل شوې لس کلنې ماشومې فریشتې ته د انصاف ترلاسه کولو دپاره احتجاجونه روان دي اؤ په دې پلمه دوئ غواړي مونږ دغو احتجاجونو ته د ورتګ پځائ دکورونو دننه بند وساتي”

دپي ټي‌ ایم یو بل مشر مولانا قاضي طاهر هم ډیوه ته ویلي چې د پولیس لخوا ورته اطلاع ورکړل شوې چې ترهګرو پرې د برید پلان جوړ کړی دی.