منظور پشتين: که ډېر مجبورکړی شو دنيا ته لانګ مارچ کوو جنېوا ته ځو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي که دوي ډېر مجبور کړی شوی نړۍ ته به لانګ مارچ وکړي جنېوا ته به لاړ شي او په پښتنو د کېدونکو ظلمونو پرضد به احتجاج وکړي.

پشتين پرون د اتوار، یکشنبې په ورځ په وزيرستان کې د رامنځته شوې پېښې پرضد تېره شپه ناوخته په پېښور کې احتجاجي ناستې ته په وېنا کې وويل، پښتانه امن خوښوونکي خلک دي او که علي وزير او محسن داوړ ټوپکې راخيستی بيا پارلیمان ته ولې تلل.

هغه وويل د وزيرستان د پېښې وروسته دوي (پوځ) هلته هر ډول رابطې بندې کړي د دې دپاره چې خپله پروپېګنډا وکړي او نوموړي د پاکستان په مطبوعاتو سختې نيوکې وکړې.

هغه وویل، د پاکستان میډیا تل ستا د غدار ثابتولو او د پوځ د دروغو پټولو دپاره اله ده. هغه وويل نن چې پوځي او اېف سي والا هم مري ستا د (پوځ) د پاليسۍ د لاسه مري داسې ورځ به نه وي چې د پښتونخوا نه به د ظلمونو پرضد غږ نه پورته کيږي.

پشتين وویل ټولو سياسي ګوندونو د وزیرستان په پېښه د غم څرګندونه وکړه او په ځانګړي ډول د پښتنو سياسي ګوندونه د وزيرستان په دې پېښه يو ځای دي او د پښتنو اتحاد به قايميږي، هغه په ځوانانو غږ وکړو چې ځانونه تيار ساتئ.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پرون وي او ای ډیوه ته ويلي هغه، علي وزير او ګل عالم سره د کاروانه پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د وزيرستان خړ کمر سيمې ته احتجاج له روان او هلته پرې په پوځي چيک پوسته ډزې شوي ملګرو ته یې مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دغه پېښه کې (د پي‌ ټي‌ ایم) درې کسان وژل شوی اؤ‌ ۱۰ ژوبل شوي دي.

پوځ تور لګولی د محسن جاوېد او علي وزير په مشرۍ ډلې د شمالي وزيرستان په بويه سيمه کې د خړ کمر په امنیتي پوسته نیغ په نېغه ډزې کړي او غوښتل یې چې د مشکوک ترهګرو ته دمرسته ورکوونکي یو ورانکاري خلاصولو دپاره په پوځ فشار راوړي.

پوځ منلې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرعلي وزیر یې د هغه د نورو اتوؤ ملګرو سره نیولی اؤ محسن داوړد خلکو راپارولو نه وروسته په خپله تښتیدلی دی.

پي ټي اېم بيا تېره شپه د ملک په زياترو برخو کې احتجاجي مظاهرې کړي او د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو د دغه پېښې غندنه کړې ده.

د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د شپې په مهال په پښتو ژبه کې ټويټ کړی او ويلي يې دي،

"پي ټي ایم ملاتړ کوونکو ته پام نه کار اخیستل پکار دي.مونږ به هم دوي خیال ساتو او مینه به ورکو‌ؤ.څه کسانو لخوا دغه ګام مقصد په غیر قانوني توګه د ریاستي ادارو پرضد تلل دي.چا ته به هم اجازه ورنکړو چې قامي جدوجهد ،قربانې او په تیره تکړه قبایل پاکستانیانو امن سره لوبې وکړي".