پنجاب کې د تندروه ډلې جېش محمد غړو ته د بند سزاګانې اورول شوي

د پاکستان د پنجاب صوبې يو عدالت د لاقانونه ګرځول شوې تندروه ډلې جېش محمد درې غړو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو کولو په سر د پينځه پينځه کالو د بند سزا اورولې ده.

د پنجاب په ګوجرانواله سيمه کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د جېش محمد غړو ته دغه سزا اورولې چې د ترهګرو ډلو او جېش محمد دپاره به يې پېسې ټولولې.

د سي ټي ډي پوليس ويلي په دغو درې واړو کسانو مقدمې درج کړی شوې او عدالت درې واړو ته بيلا بيلې سزاګانې اورولې دي.

دغه درې واړه کسان محمد افتخار، محمد اجمل او محمد بلال نوميږي، افتخار ته پينځه کاله بند ۴۵زره روپۍ، اجمل ته پينځه کاله بند پينځه زره روپۍ او بلال ته پينځه کاله بند ۴۰ زره روپۍ سزا اورول شوې ده.

جېش محمد ډله د ملګرو ملتونو د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو تنظیمونو په نوملړ کې شامله ده.

پاکستان دغه ډله په کال ۲۰۰۲ کې لاقانونه ګرځولې، او د روان کال مې په مياشت کې يې د ډلې سره اړونده دوه نور تنظيمونه الرحمت ټرسټ بهاولپور او الفرقان ټرسټ کراچۍ هم لاقانونه ګرځولي دي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې په هندي کشمیر کې په يو ځانمرګي بريد کې د ۴٠ نه زیات هندي عشکر وژل شوي وو.

د حملې زمه واري په پاکستان کې مېشته دې وسله والې ډلې جېش محمد اخیستې وه.

د ياد بريد وروسته پاکستان د جېش محمد یو شمېر مدرسې او جوماتونه هم تړلي دي.