دکرکټ نړیوال جام نه دتکړه افغان بټسمین اؤ وکټ کیپر شهزاد محمدي بهر کیدلو اؤ د خطرناک اسپنر راشد خان د زخمي کیدو راپدیخوا پخپله راتلونکې سیالۍ کې افغان لوبډله دسخت چیلینج سره مخ شوې ده خو کپتان محمدنبي هیله لري چې جنوبي افریقې سره تر راتلونکې سیالۍ به راشد خان جوړ شوی دي.
ټاکل شوې ده دکرکټ دنړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله څلورمه سیالي په ۱۵م جون د جنوبي افریقې لوبډلې سره کوي .
خو ددغه مهمې سیالۍ نه وړاندې افغان بیټسمین شهزاد محمدي دلوبډلې څخه بهر کړل شوی اؤ دخالي په ورځ وتلی اسپنسر راشد خان هم د توپ وهنې په مهال په سر په بال لګیدلی اؤ ژوبل شوی دی.
راشد خان دنیوزي لینډ په ضد سیالۍ کې هغه مهال په بال په سر ولګیدلو چې د لوکي فرګوسن په باونسر بال لمړی دهغه په هیلمټ ولګیدلو اؤ بیا په وکټو پریوتو چې له امله یې راشد خان وسوځیدلو.
خو کله چې راشد خان له سوځیدو وروسته له میدانه وتلو نو دهغه قدمونه زنګیدل اؤ وروسته یې ملګرو ته وویل چې دهغه په سر چکر راځي.
تر دغې ګزار خوړلو وروسته هغه دباولنګ کولو جوګه هم نه ؤ پاتې شوی اؤ ډاکټرانو له معائنې وروسته د دمې کولو مشوره ورکړې ده.
خو دافغان لوبډلې کپتان رسنیو ته ویلي چې د نیوزي لینډ سره دشوې سیالۍ نه ورسته راشد خان اوس یو څه ښه شوی دی اؤ هیله ده چې په ۱۵م جون جنوبي افریقې سره تر کیدونکې سیالۍ به هغه بیخي روغ رمټ شوی ؤ.
دنړیوال کپ مقابلو کې تر اوسه افغانستان یوه سیالي ګټلې اؤ دوه سیالۍ یې په اسټریلیا اؤ نیوزي لینډ بائللي دي