د خېبرپښتونخوا حکومت په علي وزير د تشدد خبرونه رد کړي دي

د خېبرپښتونخوا حکومت د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ په منتخب غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مخکښ مشر علي وزیر د تشدد خبرونه رد کړي دي.

د پي ټي اېم د نیول شویو مشرانو وکیل شهاب خټک د شورو، چارشنبې په ویلي ؤ چې امنیتي ځواکونو د قامي اسمبلۍ په غړي علي وزیر باندې تشدد کړی او په بدن یې له سره تر پښو پورې د تشدد نښې دي.

شهاب خټک دا خبره واضحه کړې وه چې علي وزیر ورته ویلي، دا تشدد په هغه په جېل کې نه، بلکې د خړ کمر د پېښې وروسته، د ګرفتارۍ په وخت شوی دی.

د مې په ٢٦م، د خړ کمر پیښې وروسته، علي وزیر د پاکستان پوځ پخپلې ولکې کې اخیستی و.

پوځ د خړ کمر له واقعې وروسته په یو بیان کې ويلي ؤ چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یو شمېر خلکو "د ترهګرو د خلاصولو دپاره" د پوځ په یوې پوستې "برید کړی" چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي وو، محسن داوړ دغه تورونه رد کړي وو چې ګنې دوي په چيک پوسته بريد کړی ؤ.

پوځ ويلي ؤ په دغه مهال په ځوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي وو، وروسته د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر ويلي ؤ په ياده پېښه کې د وژل شوؤ شمېره سېوا وېلې وه.

د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير وي او ای اردو سره په خبرو کې په علي وزیر د تشدد خبرونه رد کړي او ويلي يې دي محسن داوړ او علي وزير په جوډيشل ريمانډ د پېښور په جېل کې دي او دواړو ته د جېل د قانون تر مخه ټولې اسانتياوې ورکول کيږي.

د جېل چارواکو ويلي د پي ټي اېم په دغو دواړو مشرانو ځینې بندېزونه دي او د دوي سره د ليدو دپاره چې څوک راځي هغه به د مرستيال کمشنر نه خصوصي اجازت اخلي، ويل شوي دا ګام د دواړو پارلیماني غړو د ساتنې په خاطر اخيستل شوی دی.

د راپورونو ترمخه د خړ کمرپه پېښه کې چې د وژل شوؤ ۱۵ کسانو دپاره د يو کس کورنۍ ته د ۲۵ لاکه روپو او ژوبلو ته د يو کس په سر لس لاکه روپو ورکولو ويل شوي خو ويل شوي تراوسه پورې پينځه کسانو ته دغه پېسې ورکړل شوي او نور دغه عمل د ځنډ ښکار شوی دی.

شوکت يوسفزي ويلي د پېسو په وېش کې څه مسله نشته البته ځينې انتظامي ستونزې کېدی شي. خو د سرچينو ترمخه ځينو کورنيو د پېسو اخيستو نه انکار کړی دی.

پرون د زیارت، پنجشنبې د ورځې پورې په پينځمه ورځ په خړ کمر علاقه کې کرفیو يا ګرځبندېز ؤ، دا ګرځبندېز په علاقه کې د درې پوځي افسرانو په ګډون د څلورو سرتېرو په يو چاؤدنه کې د وژنې وروسته په ځای کړی شوی ؤ.