امریکې تور لګولی ايران په خليج عمان کې د تېلو په دوه ټېنکرو برید کړی

An oil tanker is seen after it was attacked at the Gulf of Oman, June 13, 2019.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر تور لګولی چې د ايران د ساحل سره نزدې د تېلو په ټېنکرو برید ايران کړی دی، دغه بريدونه د زيارت، پنجشنبې په ورځ شوي دي.

د وي او ای د خبر ترمخه د امريکې سمندري ځواک يوه ويډيو خپره کړې چې پکې ليدل کيږي د زيارت په ورځ د ايران په ګزمه بوختې کشتۍ په يو ټېنکر پورې نښلول شوی بم لرې کړی چې نه ؤ چاؤدلی.

په سمندر کې د بريد ښکار شوي د تېلو په ټېنکرو کې يو د ناروی او بل د جاپان د یو شرکت دی. او د برید وروسته د ناروی د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، د امريکې د حکومت اندازه ده چې په خليج عمان کې د تېلو په ټېنکرو د برید زمه وار اسلامي جمهوريه ايران دی. هغه ويلي دغه بريدونه د نړیوال امن دپاره ګواښ دی.

پمپيو ويلي د استخباراتي مالوماتو ترمخه په بريد کې کارول شوې ممکنه وسله، او نوره تجربه چې بريد ته اړتیا لري، په سمندري بېړو د دغه ډول بريدونو دپاره په سیمه کې بل څوک دا توان نه لري، د چا سره چې دغه ډول وسله او قوت وي.

د ايران د بهرنیو چارو وزير جواد ظريف دغو بريدونو ته مشکوک ويلي او زياته کړې يې ده دا په داسې حال کې شوي چې د جاپان وزيراعظم شېنزو ابی په تهران کې د سپريم ليډر ايت الله خامنه ای سره ويني او په سیمه کې د تريخوالي په کمولو ورسره خبرې کوي.

د امریکې د دفاع يو چارواکي وي او ای سره په خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په سر ويلي، د دوي سره ډېرې داسې اشارې دي چې په سمندري بېړو بريدونه ايران کړي دي.

هغه ويلي دوي يقين لري او د دوي سره ثبوتونه موجود دي، خو چارواکي په دغه اړوند نور څه نه دي نه دي ويلي.