د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه ټول ګونديزه غونډه رابلي

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د حکومت پرضد د ګډې تګلارې جوړولو دپاره هلې ځلې تندې کړي او په دغه لړ کې د جمعيت علمااسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ګل، دوشنبې په ورځ د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د مشرانو سره ليدلي دي.

مولانا فضل الرحمان د مسلم ليګ ن صدر شهبازشریف او پيپلز ګوند مشر بلاول بټو سره د ګل، دوشنبې په ورځ ليدلي او د حکومت مخالفه تحریک چلولو په اړوند ورسره غږېدلی دی.

مولانا ويلي د حکومت د تلو وخت راغلی او د روانې مياشتې جون په وروستيو کې دوي ټول ګونديزه غونډه رابلي چې پکې د مخالفه ګوندونو سره به نورو ګوندونو ته بلنه ورکوي.

د مخالفه ګوندونو درې واړو مشرانو ويلي په ټول ګونديزه غونډه کې به د راتلونکي دپاره تګلاره جوړولی شي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي د ګوند دريځ يې دی چې پارليمان دې روان وي او خپله موده دې پوره کړي خو فېصله به په ټول ګونديزه غونډه کې کولی شي.

او د مسلم ليګ ن ګوند مشر په وزیراعظم عمران خان ټکونه کړي دي او زياته کړې يې ده ولس دښمنه بجټ به منظورېدو ته نه پرېږدي او د حکومت د تېرو لسو میاشتو ګامونو د عامو خلکو ژوند تنګ کړی دی.

پرون د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ کې په بجټ هم بحث نه دی شوی او مسلم ليګ ن ګوند ويلي حکومت په ارادې سره حالات خرابول غواړي او د ولس پام د بجټ او لګولو ټېکسونو نه اړوي.

خو بل لور ته د واکمنه ګوند تحریک انصاف مشران وايي مخالفه ګوندونه د خپل فساد پټولو دپاره يو ځای کيږي خو اېن ار او به کله ور نه کړي.