د استنبول انتخابات د اردوان د ګوند مخالفه کانديد ګټلي دي

په ترکي کې د ځايي حکومت په انتخاباتو کې د صدر رجب طيب اردوان ګوند (ای کی پارټۍ) په استنبول کې ماتې خوړلې او مخالفه ګوند يې په ۵۴ فيصده ووټونو ښکاره ګټه ترلاسه کړې ده.

مخالفه ګوند درې مياشتې د ميئر په انتخاباتو کې هم کاميابي ترلاسه کړې وه خو د اردوان ګوند يې د نتيجو منلو نه انکار کړی او د بيا انتخاباتو غوښتنه يې کړې وه.

د لويديځ هېوادونو د صدر په دغه ګام نيوکې کړې چې او مخالفه ګوندونو ورته دغه اقدام د ترکي د جمهوريت دپاره خطره بللې وه.

د ترکي رسنيو ویلي د ووټونو د شمېر عمل سرته رسېدلې او ريپبلکن پيپلز پارټۍ ته د تېر په مقابله کې زياتې رايې ترلاسه شوي دي.

مخالفين دغه بريا د ترکي د صدر اردوان دپاره غټه سياسي ضربه ګڼي.

د وي او ای د خبر ترمخه په رسمي ډول د انتخاباتو نتيجې نه دي اعلان شوي خو اردوان مخالفه کاندید ته په کاميابۍ اومبارکي ويلې ده.

د راپورونو ترمخه د ترکي د صدر رجب طيب اردوان ګوند (ای کی پارټۍ) ۲۵ کاله مخکې په استنبول کې ماتې خوړلې وه کوم چې د ياد ګوند قوي مرکز ګڼل کيږي، له دې وړاندې په انقره کې هم په انتخاباتو کې د اردوان ګوند ماتې خوړلې وه.