د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر نن د نهې، سه شنبې په ورځ د بنو د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوي او عدالت د نهمې جولایۍپورې بيرته په جوډيشل ريمانډ د پېښور زندان ته لېږلي دي.
د دوي دواړو وکيل شق اياز وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل محسن داوړ او علي وزير د اووم جون په پوځي افسرانو د چاؤدنې د مقدمې په تور کې عدالت ته وړاندې کړل شو.
په اووم جون د شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې د پوځ په وېنا په يوه چاؤدنه کې درې پوځي افسران او يو سرتېری وژل شوي او د چاؤدنې مقدمه د محسن داوړ او علي وزیر پرضد درج کړی شوې وه.
خو پي ټي اېم وايي د مشرانو پرضد يې مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې دوي دواړه د خړ کمر د پېښې په تور په دغه مهال په جېل کې وو.
په محسن داوړ او علي وزیر د پوځ تور دی چې په ۲۶مې د دوي په مشرۍ د خړ کمر په چيک پوسته بريد شوی ؤ چې پکې په موقع درې کسان وژل شوي او د پينځه پوځيانو سره ۱۵ کسان ژوبل شوي وو.
خو محسن داوړ دغه تور رد کړی او ويلي يې پوځ په دوي نېغې ډزې کړې وې.
په ياده پېښه کې د شمالي وزيرستان انتظاميې بيا د ۱۳ کسانو د وژنې او ۲۵ ژوبلېدو پخلی کړی او د خېبرپښتونخوا حکومت بيا د مړه شوؤ او ژوبلو دپاره مالي مرستې هم اعلا ن کړې وې.
علي وزیر په دغه مهال نيول شوی او محسن داوړ بيا په ۳۰ مې ګرفتاري ورکړې وه.
د دوي دواړو وکیل وايي د خړ کمر د پېښې په مقدمه کې د دوي د ضمانت په خواست اورېدنه سبا د شورو، چارشنبې په ورځ، په ۲۷ جون د علي وزیر او په درېمه جولايي د محسن داوړ پېشي ده.
هغه وويل محسن داوړ او علي وزیر نن په خپله عدالت ته خواست وکړو چې د دوي عدالت ته د راوستو په مهال ټول عدالت تړل شوی وي او خلک د ستونزو سره مخ وي ځکه د دوي راتلونکې ټولې اورېدنې دې نهمې جولايۍ ته واړول شي او عدالت د دوي دغه خواست ومنلو.
نوموړي وکيل وويل د قامي اسمبلۍ دواړو کانديدانو دپاره هغه عدالت خواست وکړو چې دوي ته دې په جېل کې کتابونه، اخبارونه، رېډيو او د خپلوانو او ملګرو د ليدو اجازه ورکړی شي.
هغه وويل عدالت د کتابونو، اخبار او رېډيو اجازه ورکړه او د ليدو يا ملاقات اجازت يې ور نه کړو.
په ۱۹ جون د علي وزیر کورنۍ د هغه سره ليدو له د پېښور جېل ته ورغلي خو په دغه ورځ علي وزیر عدالت ته راوړل شوی او په دوېمه ورځ یې ورسره کورنۍ بيا هم نه ؤ ليدلي.
شق اياز وويل د بنو د ترهګرۍ عدالت په ننۍ اورېدنه کې د خړ کمر د پېښې په تړاؤ سبا د شورو، چارشنبې په ورځ هغه پوځيان او نور ژوبل کسان غوښتي هم دي خو علي وزیر او محسن داوړ به نه پېش کیږي.
دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو يوه ډله چې مشري يې په پاکستان کې د بشري حقونو د سازمان شریکې مشرې عظمی دراني کوله دوي خړ کمر ته تلل غوښته خو د دوي په وېنا د بکاخېلو د کډوالو د کمېپ سره ودرول شوي او شمالي وزیرستان ته د تلو اجازه نه وه ورکړی شوې.
يادې ډلې ويلي ؤ دوي ته ويل شوي ؤ چې په خړکمر کې ګرځبنديز دی، ځکه دوي هلته لاړ نه شو.