په کوټه کې د ۱۲۲ بې درکه کسانو د مقدمو اورېدونه کېږي

واشنګټن: په کوټه کې د ورکو شویو کسانو کمیسیون وايي، چې دوی به په زوره د بې درکه کړای شویو کسانو ۱۲۲ مقدمو اورونه وکړي.

یاد کمیسیون په خپلې تېرې لیدنه کې د ۷۱ کیسونه حل کړي وو چې له هغې راوروسته ۱۲ بې درکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.

د بې درکه کسانو لپاره غږ پورته کونکی ماما قدیر د یاد کمیسویون د کړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې په دغې صوبې کې په زوروه د بې درکه کېدو لړۍ اوس هم پرمخ روانه ده.

ماما قدیر زیاته کړه، حکومت یو وخت ادعا کړې وه چې په دغو قضیو به جدي کار پیلوي خو د بې درکه کېدو بهیر لا دوام لري.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شهواني امریکا غږ ته وویل، چې صوبايي حکومت او یاد کمیسیون د قضیو څېړنه کوي تر څو دغه ستونزه حل شي.

په پاکستان کې د خلکو په جبري اوچتولو کې د زیاتوالي په ضد نه یواځې په بلوچستان کې ملتپال بلوڅان او د بې درکه کسانو کورنۍ احتجاج کوي، بلکې پښتون ژغورنې غورځنګ هم ورباندې سخت غبرګون څرګند کړی او دعوه کوي چې له پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو زرګونه پښتانه په جبري توګه بې درکه دي.

د بشري حقونو ملکي او نړیوال تنظیمونه په دغو پېښو کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارو ته ګوته نیسي او د هېواد تر ټولو ستر عدالت هم د پخواني مشر قاضي افتخار چودري په وخت کې د بلوچستان د امنیت په اړه د مقدمې د اورېدنې په فیصله کې هلته د خلکو د جبري اوچتولو پړه په امنیتي ادارو ور اچولې وه، خو د پاکستان حکومت او پوځ وخت په وخت د بې درکه خلکو په پېښو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

ماما قدیر په دې وروستیو کې له ډیوې سره په خبرو کې ویلي وو چې په بلوچستان کې تر ۴۵۰۰۰ زیات بلوڅان د امنیتي ادارو لخوا په زور سره بې درکه کړای شوي دي.