له ګوادر سره د پاکستان یو وړوکی ټاپو په اوبو کې ډوب شوی

انځور د ناسا له ویپ څخه اخېستل شوی

واشنګټن: د امریکا فضايي ادارې یا ناسا په خپلې ویب پاڼه لیکلي، د پاکستان په لویدیځ کې د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر میاشت کې د یوې زوروې زلزلې له امله چې اندازه یې د ریختر په کچه ۷.۷ درجې اټکل شوې وه، د ګوادر بندري ښار ته څېرمه په سمندر کې یو ټاپو رامنځ ته شوی و.

دغه ټاپو (جزیرې) ته چې د سمندري خټین اتشفشان په پایله کې رامنځ ته شوی وو د کوه زلزله یا د زلزلې د غره نوم ورکړل شوی و.

د هغه وخت ځمک پېژندونکو (جیولوجستانو) ویلي وو، چې دغه وړوکی ټاپو ۲۰ متره لوړوالی، ۹۰ متره پراخوالی او ۴۰ متره اوږدوالی لري او ښايي د سمندر د څپو له امله ډېر دوام و نه کړي.

د ناسا ادارې دغه خبر زیاتوي، چې دوی رښتیا ویل، په ۲۰۱۶ کې ددغه ټاپو ډېره لږه برخه ښکارېدله تر دې پورې چې دا مهال ښايي نوره په سترګو و نه لیدل شي.

خو دا معنی نه لري چې زلزله کوه دې اوس په بشپړه توګه له منځه تللی وي ځکه په ۲۰۱۹ کال کې هم په انځورونو کې ددغه ټاپو ډېرې لږې نښې نښانې ښکارېدې.