دواشنګټن له لوري امریکا ته دعمران خان دسفر نه په بې خبرۍ ښودلو پاکستان څه وایي ؟

پاکستان دامریکا له لوري د وزیراعظم عمران خان د واشنګټن د سفر څخه په بې خبرې ښودلو واضحه کړې ده چې پاکستاني چارواکي امریکا سره په دې اړوند تماس کې دي اؤ په یو مناسب وخت کې به واشکټن ته دعمران خان د سفر اعلان وکړل شي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي ؤ وزیراعظم عمران خان به د جولايي په ٢٢ نېټه د امریکې سفر او د صدر ډانلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ملاقات کوي خو دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټاګس تیره ورځ ویلي هغه ددغه سفر په اړه هیڅ خبرتیا نه لري.

دامریکا له لوري واشنګټن ته د وزیراعظم دعمران خان دسفر څخه د بې خبرې ښودلو وروسته د چهارشنبې په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل په ټوئټر لیکلي چې “په دې اړوند باید قیاسونه ونکړل شي،مونږ امریکایي چارواکو سره په تماس کې یو اؤ د رائج طریقې په اساس به مناسب وخت کې په دې هکله رسمي اعلان وکړل شي”

تیره اوونۍ د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل د معمول خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ چې عمران خان امریکې ته دغه سفر د صدر ټرمپ په بلنه کوي.

فیصل ويلي ؤ د صدر ټرمپ سره د عمران خان د خبرو موضوعاتو ته حتمي شکل ورکولو دپاره د دواړو ملکونو سفارتکاران د یو بل سره په رابطه کې دي خو د دوی د بحث توجه به د دواړو ملکونو "دوه اړخیزه تعلقات راتازه" کولو ته وي.

ددې ترڅنګ تیره اوونۍ پاکستاني مطبوعاتو کې داسې خبرونه هم خپاره شوي وؤ چې د روسیې صدر ولادیمیر پوټن وزیراعظم عمران خان ته د روسیې دسفر بلنه ورکړې چې هغه قبوله کړې ده خو اوړمه ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ددغه خبر تردید هم کړی ؤ