په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د پوليو ضد څاڅکو د دوه او يوې اوونۍ پورې کمپاين پېل کيږي.
د سرکاري ميډيا ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د دوه اوونيو په کمپاين کې د پوليو ضد څاڅکو سره به ماشومانو ته د شري، زيړي او نورو ناروغيو ويکسين هم کولی شي.
بل لور ته د بلوچستان صوبې په شپږو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کولی شي کوم چې به تر يوې اوونۍ پورې روان وي.
د پوليو د پروګرام دپاره په کوټه کې د صوبې د مرکز مشر راشد رزاق ويلي په ياد کمپاين کې به د پينځه کالو نه کم عمر پينځه لاکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د پولیوضد څاڅکوتازه کمپاين په داسې حال کې پېل کيږي چې روان کال په پاکستان کې د پوليو پېښو شمېره ۴۵ ته رسېدلې ده.
په يادو پېښو کې ۲۷ يواځې په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي او اته پېښې په قبايلي ضلعو کې رپوټ شوي دي.
په بلوچستان کې د پوليو د پېښو شمېره دوه، په پنجاب کې پينځه او سيند کې درې ده.