پاکستان کې دسینیټ دچئیرمین په لرې کولو به اپوزیشن بریالی شي که حکومت به یې مخه ونیسي؟

په پاکستان دحکومت مخالفه سیاسي ائتلاف نهو ګوندونو دعوه کړې ده چې هغوئ د سینیټ دچئیرمین بدلولو دپاره دسینیټ د غړو اړینه شمیره په لاس کې لري اؤ ډير په اسانه به خپل تن دسینیټ چئیرمین وټاکي.

ټاکل شوې ده د اګست په وړمبۍ نېټه به د سېنیټ دچېرمېن او ډپټي چېرمين پر ضد د بې باورۍ تحريک سینیټ ته وړاندې کولی شي او هم په دغه ورځ به د سینیټ دنوي چئیرمین دټاکنې دپاره رایې ورکول کیږي.

د نهه مخالفو سياسي گوندونو اتحاد دعوه کوي دسيڼیت ۱۲۴غړو کښې د۶۲غړو ملاتړ دځان سره لري اؤ کولی شي ډیر په اسانه موجوده چئیرمین له خپلې چوکۍ لرې اؤ نوی چئیرمین وټاکي.

بلخوا واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف حکومت هم دعوې کوي چې دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ تحریک به ناکاموي.

د مخالفو ګوندونو لخوا د سینیټ دچېرمين کانديد حاصل بزنجو وايي په اسانه به دا چوکۍ وګټي او ښه به وي چي د سینیټ موجوده چېرمين صادق سنجراني خپله استعفا ورکړي.

د پاکستان په شخصي رسنیو هم دغه شان خبرونه نشر شوي دي چې د سینیټ چېرمين صادق سنجراني د استعفا فيصله کړې ده او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو هم ويلي دي چې بايد صادق سنجراني خپله استعفې ورکړي ګنې په بل صورت کې به سبا ورځ بيا د بې باورۍ دتحريک دلارې له چوکۍ کوز کړل شي.

په سینیټ کښې حکومتي مشر شبلي فراز وایي چي صادق سنجراني د خپلې استعفا فېصله په شخصي توګه نه شي کولی ځکه چې هغه د حکومت او د اتحادي ګوندونو کانديد دی.

د بلوچستان ایالت سره تړاؤ لرونکی دسینیټ موجوده چېرمين صادق سنجراني د پاکستان تحريک انصاف او پيپلز ګوند په مرسته دسینیټ د مشر چوکۍ ګټلې وه خو دهغه دلرې کولو پرېکړه دمخالفو ګوندونو ټول ګونديز کانفرنس کښي شوې وه.

دپاکستان سینیټ کښې د سېنټرانو شميره ۱۰۴ده او د چېرمين لرې کولو د پاره د۵۳ؤ سېنټرانو ملاتړ ته اړتیا ده.

د نهه مخالفو سياسي گوندونو اتحاد دعوه کوي چي ورسره دوه شپېته سېنټران دي اؤ په اسانه به دا چوکۍ

په سینیټ کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف دخپلو سېنټرانو شمېره ۱۴ ده خو دعوې کوي چي حکومتي اتحاد کښې شامل اېم کېو اېم او دپخوانيو قبايلي سيمو سېنټران هم ورسره ولاړ دي.

پاکستان کښې د سینیټ دچېرمين او ډپټي چېرمين انتخاب په پټو رائیو ورکولو باندې کیږي او هرځل چې په دغه هیواد کې دسینیټ ټاکنې کیږي نو پکې په پیسو د سنیټیرانو د اخستل کیدو تورونه مخې ته راځي