واشنګټن ــــ د پاکستان اپوزیشن مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام د تحریک انصاف مرکزي حکومت په درغلۍ جوړ شوی ګڼي او په خلاف یې د اکتوبر په 27مه نېټه د اسلام اباد په لور "ازادي مارچ" اعلان کړی دی.
د دې ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي "د اکتوبر پر 27مه به له ټول هېواده خلک په دې لاریون کې برخه اخلي، موږ به په ډي چوک کې را غونډېږو او د حکومت خاتمه به کوو، زموږ مارچ څوک په اسانه نه شي وېشلای".
مولانا فضل الرحمن د اسلام اباد په پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ، چې اوسنی حکومت د جعلي انتخاباتو او د هغو د جعلي نتایجو په نتیجه کې راغلی دی:
"موږ ټول پر دې متفق یو چې اوسنی حکومت باید ژر تر ژره ختم شي او په دې کې باید هیڅ ځنډ ونه شي".
مولانا فضل الرحمن ویلي چې که اوسنی حکومت نور هم په واک کې پرېښوول شي نو دا به هېواد ته ډېر زیان و رسوي ځکه چې د ده په وینا د عمران خان حکومت پاکستان ته لوی خطر دی.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په پاکستان کې له نوي سره د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان دوه نور اپوزیشن ګوندونه پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن)- چې د جمعیت علمای اسلام غوندې د تېر کال د جولای د 25مې انتخابات له درغلۍ ډک ګڼي- تر اوسه د اکتوبر د 27مې په لاریون کې د ګډون اعلان نه دی کړی.
تر اوسه داسې ښکاري چې جمعیت علمای اسلام ګوند به د حکومت په ضد دغه لاریون یواځې کوي، خو مولانا فضل الرحمن دغه تاثر رد کړ او ویې ویل چې د نورو اپوزیشن ګوندونو له مشرانو سره یې لیدلي او هغوی هم ورته د ملګرتیا باور ورکړی دی.
"ټول هېواد به را پاڅېږي، د تاجرانو ټولۍ به هلته وي، ډاکټران او وکیلان به راځي، موږ د ژوند له هرې برخې سره تړلو خلکو سره په رابطه کې یو".
د پیپلز ګوند د مشر بلال بوټو زرداري ویاند مصطفی نواز کوکر وایي، بلاول د مولانا فضل الرحمن د "ازادي مارچ" هرکلی کړی خو وایي په دې لاریون کې د برخې اخیستو پرېکړه به د ګوند په را بللې غونډه کې کوي.