ایا جنرال باجوه رېښتیا هم مولانا صیب ته ویلي چې دعمران خان دلرې کولو پلوي نه دی؟

پاکستان کې په میډیا دعوې شوي چې دحکومت مخالفه سیاسي مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په ۳۱م اکتوبر اسلام اباد کې دحکومت په ضد د لاریون نه وړاندې د هیواد دطاقتور پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوده سره لیدلي اؤ جنرال باجوه هغه ته په سپېنو ټکو کې ویلي چې د وزیراعظم عمران خان دلرې کولو هیڅ احتمال نشته.

د چهارشنبې په ورځ دپاکستان ګڼ شمیر خبریالانو وزیراعظم عمران خان سره لیدلي وؤ اؤ په دغه لیدنه کې شامل د یوشخصي ټي‌ وي نطاق دټي وي په یو پروګرام کې دعوه کړې چې د مولانا فضل الرحمان اؤ دپوځ دسرلښکر ترمنځ لیدنه څو ورځې وړاندې شوې ده.

دپاکستان دي نیوز ورځپاڼې ددغه نطاق له خولې د زیارت په ورځ لیکلي چې جنرال باجوه ورته سپینه کړې چې هغه د جمهوریت اؤ ائین ترڅنګ ولاړ دی اؤ هغه رول به ادا کوي چې دهیواد ائین یې ترې غوښتنه کوي.

دي نیوز پخپل راپور کې ددغه نطاق نوم نه دی ښودلی خو وائس اف امریکه ډيوه چې کله په دې اړوند دمولانا فضل الرحمان د دریځ معلومولو هڅه وکړه نو دهغه ټيلي فون پرله پسې بند راتلو اؤ تماس ورسره ونه نیول شو.

دغه نطاق دعوه کړې چې جنرال باجوه مولانا فضل الرحمان ته ویلي چې دا مهال دکشمیر له امله په پوله هم وضعیت تاؤژن دی اؤ ددې ترڅنګ د ایران اؤ سعودي اړېکې هم تاوژنې دي ځکه نو دا دپرلت ماتونې دپاره غوره وخت نه دی.

ددغه ټي وي شو د ګډ کوربه د دعوې له مخې جنرال باجوه مولانا فضل الرحمان ته واضحه کړې ده چې هغه په موجوده شرائطو کې دهیڅ رقم بې ثباتۍ اجازه نه شي ورکولی اؤ ددې ترڅنګ هغه دعمران خان دلرې کولو احتمال هم رد کړی اؤ ویلي یې دي چې هم هغه ائیني وزیراعظم دی.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د نورو اپوزیشن ګوندونو په ملاتړ په ۳۱م اکتوبر دحکومت په ضد اسلام اباد کې دیو ستر احتجاج اعلان کړی اؤ ویلي یې دي دهغه تحریک به ترهغې دوامدار وي ترڅو چې یې دعمران خان حکومت نسکور کړی نه وي.

مولانا فضل الرحمان تور لګوي چې دعمران خان حکومت ناجائزه دی اؤ دا د خلکو په رائیو نه دی جوړ شوی بلکې په ولس مسلط کړل شوی دی.

وزیراعظم عمران خان دمولانافضل الرحمان د احتجاج ایسارولو دپاره هغه سره خبرو اترو دپاره یوه کمیټه جوړه کړې ده خو مولانافضل الرحمان دغه کمیټې سره دخبرو دپاره شرط اېښی چې وړومبی به وزیراعظم دخپل منصب څخه استعفا ورکوي.

تیره ورځ خبریالانو ته عمران خان ویلي وؤ هغه مولانا فضل الرحمان ته اسلام اباد کې د احتجاج اجازه ورکوي خو استعفا به نه ورکوي