په بره دير کې موټر سيند ته غورځېدلی شپږ تنه پکې مړه شوي

د بره دير د ټريفکي پېښې زوړ عکس

د خېبرپښتونخوا په غرئيزه علاقه بره دیر ضلع کې د سورولو يو ګاډی (موټر) سيند ته غورځېدلی او شپږ تنه پکې مړه شوي دي.

د بره دير ضلعې پوليس وايي دا پېښه نن د خالي، شنبې په ورځ سهار شوې ده.

د کلکوټ پوليس تاڼې محرر انور شميم وي او ای ډیوه ته د پېښې په اړوند ویلي، يو موټر نن سهار د کلکوټ علاقې نه خاص دير ته روان ؤ او په بريکوټ علاقه کې سيند ته غورځېدلی دی.

نوموړي وويل په ګاډي کې ناست شپږ واړه کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه په سمدستي ډول د پېښې علت نه دی مالوم شوی خو وايي د علاقې لارې (سړکونه) ډېر خراب دي ځکه د ګاډي د سيند ته غورځېدو علت هم دا کېدی شي.

هغه دا هم وويل په دغو علاقو کې له دې وړاندې هم داسې ډول پېښې شوي او د دې يو علت د ډرايورانو د ګاډو تېز چلول دي.

په پاکستان کې وخت په وخت ټریفکي پېښې نه يواځې په غرئيزو علافو بلکې په هواري مېدانو کې علاقو کې کيږي.

چارواکي وايي په عامو ګاډو کې د حساب نه زيات کسان کښينول کيږي او يا پرې زيات وزن بارولی شي.

چارواکي د يادو پېښو علت د ډرائيورانو تيز رفتاري او بې غوري ګڼي خو په پاکستان کې د سړکونو خرابوالی او د ټريفک د قوانين نه عملي کول هم د داسې قسمه پېښو لوې علت ښودل کیږي.