دافغانستان پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ویلي چې افغانستان کې سولې ته کارکوونکي خلک ګواښل شوي اؤ دطالبانو دحکومت پرمهال اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضیعف هم ددغه ګواښل شوؤ خلکو له جملې څخه دی.
د دوشنبې کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال ښاغلي کرزي وویل څوک چې دسولې دپاره کار کوي یا یې ملاتړ کوي هغوئ ته ګواښونه شوي خو هغه څرګنده نه کړه چې دغه ګواښونه دچا لخوا شوي دي؟
پخواني ولسمشر وویل هغه دولسمشر اشرف غني په بیجنګ کې طالبانو سره راجوړیدونکې بین الافغاني غونډه کې خپل نوم د کډون والو دنوملړ څخه ویستی خو په افغان دولت یې غږ وکړو چې باید دغه غونډه کې د نورو افغانانو دګډون مخه ونه نیسي.
په دې وروستیو کې ټاکل شوې وه چې طالبان،دافغان دولت استازي اؤ سیاسي مشران په چین کې بین الافغاني ناسته جوړوي چې پکې به افغانستان کې دسولې په پروسه خبرې کولی شي خو دغه غونډه دنامعلومو علتونو له امله ځنډېدلې ده.
ښاغلي افغانستان کې په روان وضعیت ژوره اندېښنه ښکاره کړه اؤ وئ ویل اشرف غني اؤ دهغه حکومت باید دافغانستان روان وضعیت بیا دسره وارزوي.
کرزي وویل “نور باید هیواد تر دې زیات د خرابېدو لوري ته پرې نه ږدو”
هغه د افغانستان د روان وضعیت په ښه کولو کې حکومت ته د خپلو خدماتو وړاندیز وکړو اؤ وئ ویل که حکومت وغواړي دیته حاضر دی چې د وضعیت په ښه کولو کې ورسره همکاري وکړي.
په دې وروستیو کې چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې ودرېدلي په افغانستان کې دامن وضعه په چټکتیا سره دخرابېدو په لوري روانه شوې اؤ دافغانستان بیلابیلو برخو څخه په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو دبریدونو راپورونه ترلاسه کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني دعوه کوي چې اوس دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه پیاوړي شوي اؤ دښمن ته دماتې ورکولو غوره توان لري.
حامد کرزي پخپل مطبوعاتي کانفرنس کې دا خبره هم وکړه چې دافغانستان امنیتي ځواکونه باید دخپلو شخصي اؤ سولې ضد اهدافو دپاره ونه کارول شي.
کرزي څرګنده نه کړه چې دافغان ځواکونو څخه څوک دځان په ګټه استفاده کوي خو اوړمه ورځ دافغانستان ددفاع د وزارت سرپرست اسدالله خالد یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وؤ چې افغان ځواکونه به چاته اجازه ورنکړي چې په اړ کې تاوتریخوالی رامنځته کړي