حمدالله محب: که طالبان جګړه و دروي افغان حکومت او ولس به پوه شي چې دوی خپلواک دي

واشنګټن ـــ د افغانستان د ملي‌ امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له طالبانو سره خبرو ته د لارې هوارېدو لپاره جنګ بندي لومړی شرط دی ځکه چې وایي په دې سره د افغانستان خلک او حکومت په دې پوهېدل غواړي طالبان نه یواځې سولې ته سنجیده دي بلکې خپل وسلوال یې تر کنټرول لاندې دي.

د هند په پایتخت نوي ډیلي کې د رایسینا په نوم پینځم نړیوال کالني کانفرنس ته په وینا کې حمدالله محب په افغانستان کې خلک له کلونو د سولې انتظار کوي او داسې یوه ورځ‌ لیدل غواړي چې بې له ډاره خپل ماشومان سکولونو ته ولېږي او له خپلوانو سره وویني:

"زموږ د خلکو لپاره د سولې مانا د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي ځکه خو موږ ټینګار کوو چې د سولې خبرو ته د مناسب چاپېریال لپاره د جګړې بندېدل ضروري دي".

محب دا خبرې په داسې حال کې کړې چې په قطر کې د طالبانو ځینو سرچینو منلې چې له خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده او نورو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته کېدای شي له امریکې سره د تړون لاسلیک کولو په خاطر د یوې اوونۍ لپاره په جګړې کې کموالی راولي.

په تېر سپټمبر کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ له خوا له افغان طالبانو سره ځنډېدلې خبرې په دسمبر کې بیرته پیل شوې خو هغه هم د لنډمهالي ځنډ له کبله تر اوسه نه دي پیل شوې او ویل کېږي د افغان سولې لپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو همدې پرېکړې ته په انتظار دی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی را کم کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادرې ایچ آر ډبلیو پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له خوا د عامو خلکو د وژنو شمېر زیات شوی دی. رپوټ وایي په ۲۰۱۹م کال کې د طالبانو تر بریدونو د افغان او امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې زیات خلک وژل شوي‌ دي.

رپوټ زیاتوي چې د افغانستان د ولسمشر تر تېرو ټاکنو مخکې په دې هېواد کې د طالبانو په بریدونه کې هم سلګونه خلک وژل شوي‌ دي. د اېشیا لپاره د بشري حقونو د څار د نړیوالې دارې مشر پېټریا ګوسمېن وایي:

"په افغانستان کې چې کله جګړه شدیده شوې ده نو په جګړه کې ښکېلو ټولو غاړو د جګړې قوانین له پامه غورځولي چې له کبله یې عامو خلکو زیان لیدلی دی".

د افغان حکومت تر څنګ د امریکې ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو هم په وروستیو کې پر دې خبره ټینګار کړی چې تر څو طالبان په افغانستان کې تاوتریخوالی را کم نه کړي او بشپړې جنګ بندۍ ته تیار نه شي د سولې تړون ته رسېدلی ممکن نه دي.