څېړونکي: که د امریکې ملاتړ وو پاکستان به د ایف اې ټي ایف له خړ نوملړه ووځي

واشنګټن ــــ د پاکستان د مالي چارو د وزیر حماد اظهر په مشرۍ یوه پلاوي په چین کې د ایف اې ټي اې له خوا په درې ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی چې د پاکستاني رسنیو په وینا، د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د پاکستان پر هڅو پکې ډاډ څرګند شوی.

پاکستاني رسنۍ د پاکستاني چارواکو له خوا ویلي، په بېجنګ کې دا غونډه ډېره ښه وه، ځکه چې وایي ایف اې ټي ایف په غونډه کې د پاکستان په وړاندې کړي رپوټ اطمینان څرګند کړی چې وایي له هند پرته د امریکې او یورپي هېوادونو له خوا په دې برخه کې د پاکستان ملاتړ شوی.

د اقتصادي چارو کارپوه او جرنلسټ مهتاب حیدر وایي، پاکستان په تکنیکي او سفارتي دواړو کچو هڅې کړې دي چې د ایف اې ټي ایف ګډه غونډه داډمنه کړي. وایي پاکستان د ایف اې ټي ایف په تېره غونډه کې د دې ادارې په 27 سپارښتنو کې یواځې پر 5 بشپړ عمل کړی وو:

"په تکنیکي کچه یې د ایف اې ټي ایف د څه نه څه ډاډمن کولو لپاره هڅې وکړې خو اوس به په سفارتي کچه هم هڅې زیاتوي چې د تور نوملړ نه ځان بچ کړي او د خړ نوملړ نه سپین نوملړ ته لاړ شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي د جنورۍ په 22مه رسنیو ته ویلي وو، له امریکې یې غوښتي چې د ایف اې ټي ایف له خړ نوملړ څخه د پاکستان په ایستلو کې دې مرسته وکړي.

قرېشي د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د اقتصادي غونډې په مهال د ولسمشر ټرمپ او عمران خان تر لیدنې وروسته وویل، وزیراعظم ولسمشر ټرمپ ته د توندره ډلو د مالي سرچینو د تړلو په اړه معلومات ورکړل، چې وایي په جواب کې یې ولسمشر ټرمپ د امریکې د خزانې وزیر ته وویل، د پاکستان دا ګامونه باید وستایل شي او مرسته یې وشي.

د اقتصادي چارو څېړونکی ذیشان حیدر وایي، شاه محمد قرېشي چې د امریکې په وروستي سفر کې پر امریکې ټینګار کړی وو، چې له خړ نوملړه په ایستلو کې دې یې مرسته وکړي، وایي دا به مثبتې نتیجې ولري:

"که اوس چرې د امریکې مرسته وي نو دا به په نورو هېوادونو هم اثر واچوي چې پاکستان له خړ نوملړ نه را وباسي. په مجموعي توګه د بېجنګ غونډه د پاکستان د کارکردګۍ نه مطمئنه ښکاري او داسې ښکاري چې د پېرس په غونډه کې به له خړ نوملړه را وایستل شي".

په فروري کې په پېرس کې د ایف اې ټي ایف غونډه کېدونکې ده، چې پاکستان به پکې له خړ نوملړ څخه د وتلو لپاره په هېواد کې دننه او بهر سفارتي هڅې هم کوي. په دې غونډه کې پاکستان ته په 39 ووټونو کې د 12 هېوادونو ملاتړ پکار دی.

مطبوعات وایي، په خړ نوملړ کې د شپږو میاشتو لپاره د پاکستان د پاتې کېدو امکان دی، خو وایي په دې برخه کې د امریکې له ملاتړ سره دا امکان هم پیدا شوی چې پاکستان له خړ نوملړ و ایستل شي او سپین نوملړ ته واچول شي.