مودي: که زموږ پوځ وغواړي پاکستان ته د یوې اوونۍ او لسو ورځو تر منځ ماتې ورکولای شي

واشنګټن ــــ د دوو رقیبو ایټمي هېوادونو پاکستان او هند تر منځ له لسیزو راهیسې د کشمیر پر سر په وروستیو کې د شخړې زیاتېدو په ترڅ کې د هند وزیراعظم نریندرا مودي دعوه کړې چې که پوځ یې وغواړي نو پاکستان ته له یوې اوونۍ تر لسو ورځو په موده کې ماتې ورکولای شي.

د نهې- سه شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هندي پوځ یوې غونډې ته په وینا کې ښاغلي مودي وویل، چې پاکستان ته یې درې ځله په جګړه کې ماتې ورکړې، وایي که پاکستان ورسره بله جګړه پیل کړي نو ماتې یې ورته ډېره اسانه ده:

"زموږ امنیتي ځواکونه به له یوې اوونۍ تر لسو ورځو زیات وخت وا نه خلي چې پاکستان دوړه [ختم] کړي".

پاکستان د هندي وزیراعظم دې تازه څرګندونو ته په جواب کې د نریندرا مودي دا څرګندونې له تشدده ډکې بللې او دا یې د پاکستان په ضد د هندي حکومت یو نه زغمل کېدونکی لېونتوب بللی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ په خپاره کړي‌ بیان کې نړیوالې ټولنې ته ویلي:

"د هندي مشرانو پرله پسې له تشدده ډکو ویناوو او تېري کوونکو اقداماتو ته پام وکړئ چې د سیمې امن او ارامۍ ته خطر پېښوي".

په تېره نیژدې موده کې هم د هندي پوځ پخواني او نوي مشر او د بهرنیو چارو وزیر په وار وار پاکستان ته داسې ګواښونه کړي، چې پاکستان یې په جواب کې ویلي، که هند هر ډول اقدام وکړي نو پاکستان به یې ورته جواب ورکړي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې نریندرا مودي پخپله پرونۍ وینا کې تور پورې کړی، چې وایي پاکستان په لسیزو په کشمیر کې د هند په ضد پراکسي جګړه کړې او زرګونه خلک او پوځیان یې وژلي دي، خو وایي د ده د حکومت په وخت تر پولې هغې غاړې ته د پاکستان د داسې عمل مخه نیول شوې ده:

"ډېرې خبرې به وشوې خو چې پوځ به د اپرېشن اجازه وغوښته انکار به ورته وشو، مګر نن هېواد له (ځوان فکر) سره پر مخ تللی، سرجیکل [چټک هدفي عملیات] او هوایي بریدونه کوي چې ترهګر د هغوی په کور کې په نخښه کړي".

نریندرا مودي له هنده بهر د پوځي اپرېشنونو د ثبوت په توګه یوه د 2016م کال پېښه یاده کړه چې وایي د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې یې د ترهګرو مرکز په نخښه کړ او بله یې د 2019م کال د فرورۍ پېښه یاده کړه چې وایي د پاکستان په بالاکوټ کې یې د وسلوالو پر مرکز برید وکړ.

د هند د پوځ نوي مشر منوج موکنډ نراواني د جنورۍ په 11مه له رسنیو سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې هندي پارلمان لسیزې وړاندې د جمو او کشمیر ټولې سیمې د هند برخه ګرځولو لپاره قرارداد وړاندې کړی وو،‌ وایي که پارلمان ورته اوس امر وکړي نو کشمیر به د پاکستان له منګولو خلاس کړي.

د پاکستان پوځ د هندي پوځ دغه څرګندونې غیرذمه داره بللې وې او ویلي یې وو چې د هند هر ډول ګام ته به توند جواب ووایي. د پاکستان د پوځ ویاند په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو:

"د هندي پوځ د مشر له خوا په ازاد کشمیر کې د پوځي عملیاتو بیان د معمول زهرشیندنه ده، هغه د خپلو خلکو د خوشحالولو دپاره داسې بیانونه ورکوي خو دا د سیمې پر امن هم اغېز کولای شي".

هند او پاکستان له تېر کاله راهیسې یو بل ته د ګواښونو په ترڅ کې خپلو ایټمي وسلو ته په وده ورکولو هم بوخت دي. او تېره اوونۍ دواړو دوه نوي توغندي ازمویلي دي. پاکستان د غزنوي په نوم نوی بېلسټیک میزایل ازمویلی چې وایي 290 کیلومیټره هدف ویشتلای شي او هند هم د K-4 په نامه نوی بېلسټیک توغندی ازمویلی چې وایي 3,500 کیلومیټره واټن وهلای شي.