تایلېنډ کې یو پوځي په ډزو 20 تنه وژلي او شاوخوا 30 یې ټپیان کړي

واشنګټن ــــ په تایلېنډ کې يو پوځي په بازار کې په خلکو ناتاره ډزې کړي او د لومړي معلوماتو ترمخه يې 20 تنه وژلي او په لسګونو نور يې ژوبل کړي دي چې په هغوی کې هم د ځینو حالت مرګونی بلل شوی.

رپوټونه وايي جکرا پانت د تایلېنډ په پوځ کې جونير افسر وو په پوځي کېمپ کې يې خپل کمانډر په ډزو ويشتلی او د کېمپ نه يې وسله تښتولو وروسته په يو شاپنګ مال کې په خلکو ناتاره ډزې پېل کړې دي.

د آخيري خبرونو راتلو پورې دغه پوځي په شاپنګ مال کې پټ وو او د تایلېنډ امنيتي عسکر د هغه په لټون کې دي او د مارکېټ نه يې په سوونو خلک بچ کړي دي. چارواکي وايي د وسله وال پوځي سره د نښتو په وخت يو پوليس آفسر هم وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

مطبوعات وايي د تایلېنډ په ناکهون رچاسيما ښار- چې په کورات باندې مشهور دی- په ټرمينل 21 نومې شاپنګ مال کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه چې د خالي- شنبې په ورځ د ځایي وخت مطابق 3:30 بجې دغه پېښه وشوه.

پوليس وايي دوی د دغې شاپنګ مال نه ټول خلک راويستلي دي او تایلېنډ د صحت وزير آنوټين ويلي د شاپنګ مال نه ټول وژل شوي او ژوبل کسان راويستل شوي دي خو زياتوي دا معلومه نه ده چې په دغه پېښه کې د وژل شوو او ژوبل کسانو قوي شمېره څومره ده او نه يې دا ويلي چې په دغه پېښه کې ککړ پوځي نيول شوی او که نه.

د تایلېنډ د دفاع وزارت وياند لفټننټ جنرل کانګ چيپ د ملزم پېژندګلو د سرجنټ جکرا پانت په نامه کړې ده. ځايي پوليس وايي د جکراپانت د چا سره د جاېداد په سر لانجه وه چې له امله يې ده په غصه کې دغه ګام پورته کړی.

په خلکو د ناتاره ډزو په وخت جکرا پانت په خپل فېس بک پاڼه ليکلي وو چې "د مرګ نه څوک هم تېښته نه شي کولی" او بيا يې پوښتنه کړې وه چې "دی دغه کار ودروي او که نه"، خو په آخېر کې يې پخپله ليکلي وو چې "ده نور ويشتل ودرولي دي".

په سوشل مېډيا خورو شوو ويډيو ګانو کې ښودل کېږي چې په شاپنګ مال کې ناتاره ډزې کېږي او خلک کرېکې اوباسي او په چغو په ډېر وارخطا انداز د مارکېټ نه بهر منډې وهي.

کورات د بېنګکاک نه 250 کلوميټره د شمال مشرق په لور پروت دی، ټرمينل 21 د بېنګکاک د پراپرټۍ د کاروباري کمپنۍ LH Mall & Hotel Co, يوه څانګه ده چې پکې د نړۍ د ټولو لويو ښارونو نمونې اېښودل شوي دي، دغه اوه چته وداني ده چې پکې يو شمېر مشهور ريسټورانټس او سنېما هم ده.

د بېنګکاک په اکثرو مارکيټونو کې د امنيت پوره انتظام وي او د مارکېټ په دروازه کې د اوسپنې معلومولو آلې يا مېټل ډيټېکټرز هم لګېدلي وي.

په تایلېنډ کې دغسې د تشدد پېښې ډېرې کمې په نظر راځي خو وخت په وخت پکې وسله والې ډلې د يو بل سره جنګېږي، چرته چې امنيتي ادارو تر يوې مودې د بېلتون غوښتونکو سره نښتې هم کړې دي.

په دغه هېواد کې هر چاته د وسلو ساتلو قانوني حق شته.

په تایلېنډ کې دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې څو مياشتې وړاندې د دې هېواد د لوپبري ښار په مشهور مارکېټ کې هم يو وسله وال تن- چې ټوپک ته یې سلنسر لګولی وو- د زرګر د دوکان د وهلو په وخت يې درې کسان په ډزو وژلي وو چې پکې يو دوه کلن ماشوم هم وو او درې تنه نور يې ژوبل کړي وو.

دغې تن په مخ ماسک تړلی وو او پېژنګلو يې نه وه شوې خو څو هفتې وروسته چارواکو يو مشکوک تن- چې د يو سکول ډاېرېکټر وو- نيولی وو او هغه دغه پېښه منلې وه او ويلي يې وو، د ده مقصد د چا ويشتل نه وو خو دغه کار یې غېرارادي طور د لاسه شوی وو.