اشرف غني:دخپلو ملي ګټو نه به یوه لویشت هم تیر نه شم

دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي “د سولې مذاکراتو کې زموږ سره کرښه د افغانستان اساسي قانون دی او زه د ولسمشر په توګه حق نه لرم عن یوه لویشت له ملي ګټو تېر شم

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې د سولې پروسې په اړه د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي غونډو په لړ کې نن/چهارشنبه یو شمېر ځوانانو سره لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ویلي د افغانستان جمهوررئیس یوازې نه دی، ځوانان او ملت یې ترڅنګ ولاړ دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان مذاکراتي ټیم به په ټول جدیت د افغانانو د حقونو دفاع کوي

ښاغلي غني د هیواد په کچه رامنځته شویو ظرفیتونو ته په اشارې وویل د افغانستان ملکي او نظامي ظرفیتونه له یو بنسټیز تحول څخه تېر شوي اؤ اوس په سیمه کې زمونږ کومانډو بېسارې ده او موږ د دغه جنګ ګټونکي یو

ښاغلي اشرف غني د څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغانستان کې دتشدد دکچې راکمولو د اوونۍ خلاصیدو سره سم یو وارې بیا طالبانو په افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي اؤ نړیوال مطبوعات وایي چې تر ۲۰زیات افغان سرتیري یې وژلي دي.

په عین حال کې امریکایي ځواکونو هم د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې په طالبانو هوایي بریدونه کړي اؤ دامریکایي ځواکونو ویاند وایي دا بریدونه یې دافغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه کړي دي.

دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ د فرورۍ په ۲۹مه نېټه دوحه کې دسولې په یو تړون لاسلیک شوی ؤ چې له مخې به یې طالبان خپل ځان له نورو ترهګرو ډلو څخه راجلا کوي اؤ دافغانستان خاوره به دنورو هیوادونو په ضد کارول کیدلو ته نه ورکوي.

دسولې دتړون له مخې ددې په بدل کې به امریکا پړاؤ په پړاؤ افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي خو د سولې د تړون په سبا طالبانو اعلان وکړو چې هغوئ به دبهرنیو ځواکونو په ضد نوره جګړه نه کوي خو دافغانستان دځواکونو په ضد به خپله جګړه دوامداره ساتي.

دامریکایي قواؤ ویاند ویلي چې یوازې تیره ورځ طالبانو په هلمند ولایت کې په افغان ځواکونو ۴۲ بریدونه کړي دي.

امریکایي پوځي ویاند واضحه کړې ده چې هغوئ به افغانستان کې دخپلو ائتلافیانو څخه دفاع کوي