د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې په تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۱ تنه مړه شوي او د مړو شمېره ۱۰۷ ته رسېدلې ده.
په ملک کې په تېر ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۲ نوې پېښې مخې ته راغلي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس وهونکو شمېره پينځه زره ۹۸۸ کسانو ته ورسېده.
۱۴۴۶ کسان د کرونا وايرس نه ښه شوي هم دي.
د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات کسان په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي چې شمېره يې ۳۸ ده په تېر شوا روز کې په خېبرپښتونخوا کې درې نور تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ويلي په صوبه کې ۶۵ نوؤ پېښو سره د کرونا وايرس ټولې شمېرې ۸۶۵۰ ته ورسېدې.
نوموړي په ټويټر ويلي په صوبه کې د کرونا وايرس نه ۱۷۸ کسان صحتمند شوي هم دي.
پنجاب کې تراوسه پورې په ۲۹۴۵ کسانو، په سند کې ۱۵۱۸او بلوچستان کې په ۲۴۰ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.